لنډه کیسه: کډه دې باروه | نصرت ارمان

پوره درې مياشتې وروسته له کار نه کور ته په رخصتۍ راغلم، خو دمې ته لا نه وم ناست چې ښځې مې راباندې د مشرې لور له بام نه د راغورځېدو او د هغې د پښې د ماتېدو زېری وکړ، د دې په اورېدو سره مې د ستړيا زور ښځې ته په ښکنځلو وويست، مور او پلار مې راته څو ځل له غوږه تېره کړه چې په دې کې د هغې هېڅ ملامتي نه شته خو ما ملامتي په هغې اچوله.

د شپې مې هم سترګه د لور او د درې کلن زوی د ژړا له لاسه پټه نه کړه او زه چې د سفر ستړې بې حوصلې کړی وم، ټوله شپه ښځې ته وغورېدم او په خپل راتګ مې پښېماني وښوده.
سهار مې ښه وګڼله چې بېرته خپل کار ته لاړ شم، که نور څه نه وي خوب خو به مې ارام وي او همداسې مې وکړل، دا ځل بې له دې چې د مخه ښې په وخت هغه په غېږ کې ونيسم، ډاډ ورکړم او ښکل يې کړم، يوازې مې له مور او پلار سره مخه ښه وکړه او له کوره ووتم!
زه په يو ساختماني شرکت کې مزدور وم چې له تېر يو کال راهېسې په سرحدي ولايت کې د څو سړکونو او ښوونځيو په جوړولو لګيا و، په دوه درېيو مياشتو کې مو يو ځل کور ته د ګوتو په شمار ورځو او شپو رخصتي لرله او دا لومړی ځل و بې له دې چې د رخصتۍ ورځې مې پوره شي بېرته کار ته لاړم!
خو هلته له رسېدو سره سم راته په خپل کار پښېماني پيدا شوه، د ښځې ډنډ سترګې مې سترګو ته ودرېدې، هغه شېبې چې ما ښکنځله او هغې مخ هم نه را اړوه او ټوله شپه يې چې لور ته په ناسته تېره کړه او بيا، بيا به يې ورته ويل: غلې شه، پلار دې ستړی دی چې ارام وکړي …
نه مې کار ته لاس ورتلو، نه ناستې خوند راکوه، نه ملاستې او ولاړې، هره شېبه مې پښېماني زياتېده، زنګ مې ورته وواهه، فکر مې نه کاوه چې ځواب به يې کړي، خو ځواب يې راکړ، په ژړغونۍ غږ یې وويل: په خير ورسېدې؟!
د غږ له اورېدو سره يې ما ته په ځان د لعنت ويلو حس هم راوپارېده او خپله پرېکړه مې ورته وويله چې بېرته درځم او ستا اوښکې په خندا بدلوم…
د شرکت مدير ته ورغلم چې کور ته د تګ اجازه راکړي. هغه وخندل: ته ابله ورځ لاړ وې، پرون راغلې او نن بېرته ځې؟!
په لنډو مې ورته کيسه بيان کړه، له اجازې سره يې د راتلونکې مياشتې نيمايي معاش هم راکړ…
په تور ماښام کور ته روان شوم.
په هډه کې له ډېر انتظار وروسته موټر راته پيدا شو، په لار مې ښځې زنګ راوواهه، ورته مې ويل در روان شوی يم.
نه يې منله، ويل يې: هسې مې مه ځوروه!
خو قانع مې کړه چې ټوکه نه کوم، غږ کې يې خوښي پيدا شوه: ښه زه به درته وېښه ناسته يم!
خو پوی مې کړه چې وېښه مه کېنه، زه سهار وختي ايله در ورسم، ته دې له ورور سره موټر کې ښار ته راشه.
حيرانه شوه: ښار ته څه شي ته درشم؟
– اوس موټر کې نوره سورلۍ ناسته ده، خو چې څه مې درته وويل همداسې وکړه!
تليفون مې پرې بند کړ او سترګې مې پټې کړې …
چې د سهار رڼايي خورېده جلال اباد ته ورسېدو، چوک تالاشۍ کې د شېدو او پراټو يو غټ دوکان ته ننوتم، سهارنۍ مې لا خلاصه کړې نه وه چې د اوښي زنګ مې راغی، خبر يې کړم چې ښار ته رانېژدې يوو او چرته درشو؟ د بنګړيوالانو د کوڅې سر مې ورته وښوده، د شېدو له دوکان نه د بنګړيوالانو کوڅې ته لاړم او انتظار شوم…
لس دقيقې انتظار به مې ويستی و چې بيا يې زنګ راغی: چرته يې زه خو د بنګړيوالانو کوڅې سر ته ولاړ يم؟
ځای مې ور په ګوته کړ او چې ما هم مخ خوا و شا وګرځوه په هغه مې سترګې ولګېدې چې زما ښځه ورپسې څو ځايه سورۍ چادرۍ کې را روانه او زوی يې غېږ کې نيولی و، د هغې چاودو پښو ته په کتو شوم، له زړو پلاستيکي چپلکو چې خولې يې شکېدلې او تلي چيت شوي وو، ښکارېدې او د هر قدم له رانېژدې کېدو سره يې زما سترګې جال کېدې…
له اوښي سره مې ستړ مه شي وکړل، مننه مې ترې وکړه او ورته مې وويل: ته خپل کار پسې لاړ شه.
زوی مې غېږ کې واخېست، ښکل مې کړ، ښځې مې سر رانېژدې کړ: کور ته ولې رانغلې؟ او ښار ته دې څه شي ته راوغوښتم؟
ورته مې وخندل: راځه چې دا پوزېشن دې لږ بدل کړم… د بنګړيوالانو په کوڅه کې مې ورته حجاب، چرمي څپلۍ، سينډل، دوه درې جوړه جامې… هغې او بچيانو ته واخېستې او ترې ومې غوښتل چې چادري لېرې او حجاب واغونده، خو ويې نه منله، ويل يې چې کور ته په کې لاړم، نوره به يې نه اغوندم، خو دا څپلۍ به همدا اوس په پښو کړم، ځکه چې يوه چپلکه مې نوره شکېږي …
په يو هوټل کې د جوس له څښلو وروسته کور ته روان شوو…
خو کور ته چې څنګه له هغې سره يو ځای ننوتم د پلار سترګې مې ورانې شوې، ښکته پورته يې راته وکتل: دا دې څه دووسي شروع کړې؟ تا خو ويل چې زه بېرته کار ته ځم او اوس… بيا بې له دې چې زما خبره واوري، ويل يې: کډه دې باروه!

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *