د پاسپورټ عمومي ریاست پخپله ایکس پاڼه لیکلي چې، ”د پاسپورټونو غوښتنلیکونو پروسې کې د خنډونو او نواقصو مخنیوي په موخه، اړینه ده چې د پاسپورټ لپاره د غوښتنلیک په وخت کې د ټلیفون شمیره هم درسره ولرئ.”
یاد ریاست ویلي، که د هېوادوالو په شته اسنادو کې کومه ستونزه پیښیږي یا اضافي مالوماتو ته اړتیا وي، موږ ورته مستقیما زنګ وهو او خبر ورکوو.
د پاسپورټ ریاست دا هم ویلي چې ورکړل شوې شمېرې یوازې او یوازې د پاسپورټ غوښتنلیک اړوند رسمي موخو لپاره په کار وړل کیږي او محفوظ دي