له پاکستانه تښتېدلې مېرمن (سیما) فلمي نړۍ ته راغله
د انډیا ټودی راپور پر بنسټ، سیما د جاني فائر فوکس پروډکشن له خوا د (کراچۍ ټو نوائيډا) په نوم نوي فلم کې کار پېل کړی چې د ثبت چارې یې پېل شوي.
د فلم په یوه مکالمه کې سیما وايي، ”ما له تا سره د زړه نه مینه کړې، د مذهب او سرحد دېوالونه موږ نه شي بېلولی، بس یوازې د خپلو بچیانو غم راسره دی”
د فلم اتل ورته تسلي ورکوي او ورته وايي، ”ستا اولادونه اوس زما بچیان دي، د مخکني خاوند غلام حېدر له غلامۍ راووځه چې انتظار دې نه کوي، ته اوس زما مینه یي”
سیما د کراچۍ اوسېدونکې ده، تېره میاشت د خپلو څلورو بچیانو سره یو ځای پخپل مئین (سچن) پسې هندوستان ته وتښتېده.
دواړه د پب جي ګیم له لارې اشنا شوي وو.
***