له چترال وروسته، سوات ـ کالام کې هم ټي ټي پي خپل فعالیت پېل کړی
تحریک طالبان غړیو د سوات سیاحتي سیمې کالام کې د غرونو په بېلابېلو لویو ډبرو د خپل تنظیم نوم” ټي ټي پي” لیکلی دی.
د سوات ځایي خبریال شهزاد عالم وایي، دوه شپې وړاندې د کالام په غرییزه سیمه کې د بیلابیلو کورونو په دروازو او د غره په لویو ډبرو د TTP توري لیکل شوي وو چې اوس پولیسو او استخباراتي ادارو وران کړي.
د سوات پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.
بلخوا، چترال سیمه کې له څو ورځو راهیسې د پاکستاني پوځ او T.T.P ترمنځ جګړه روانه ده.
د یاد تحریک ویاند محمد خراساني ویلي، چې چترال ارسون سیمه کې یې پوځي کيمپ په توغندیو ویشتلی، د کمپ موټرې یې ویجاړې کړي او درې نورې پوستې یې هم نیولي.
پاکستاني مقاماتو چترال کې د جګړې په اړه دوه ورځې وړاندې د خپلو څلورو پوځیانو د وژلو پخلی کړی وو او ویلي یې وو، چې دې سیمه کې یې ۱۲ د دولت مخالفین هم وژلي دي.