له کابل وروسته، خوست کې هم له کورني زندانه یوه مېرمن خوشې شوه.

خوست ولایت کې یوه شپېته کلنه میرمن چې د خپل خاوند له لورې لس کاله په یوه تیاره کوټه کې ساتل شوې وه ازاده شوه.

د خوست امنیه قومندانۍ ویاند مطبوعاتي دفتر ویلي، تېره ورځ (پنجشنبه) د خوست امنیه قوماندانۍ اړوند د ګربزو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یوه دقیق کشفي راپور پر اساس هغه کس له خپل زوی سره یو ځای نیولی چې خپله میرمن یې پوره لس کاله په خورا بې رحمانه توګه په یوه تیاره خونه کې ساتلې وه.

یاد دفتر ویلي، بندې شوې ميرمن شپېته کلنه ده او د لس کلن بند له امله يې رواني توازن له لاسه ورکړی چې د تداوۍ په موخه د خوست ملکي روغتون ته ولیږدول شوه.د خوست امنیه قومندانۍ ویلپ، نیول شوي کسان به د ووستیو اجراتو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې  کابل کې هم د نېکبختې په نوم یوه مېرمن چې ورونو یې ۲۵ کاله د کور په یوه خونه کې زنداني کړې وه، خوشې شوه.

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

د ځوانانو چارو معین: د. ځوانانو فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه به ډېر ژر د یو فرمان په ترڅ کې اعلان شي

د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه تأييد او نږدې وخت کې به …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *