له یوې ماتـې ائـیـنـې نـه څـنـګه تاو شوم

غزل

احمد احمدي
ستا دې کور ښکلي کعبې نه څنګه تاو شوم؟
ګناهګار وم له تـوبـې نـه څـــنـګه تاو شوم؟

لیـونی وم د وصـــال په شپه د خـیـال وو؟
ستـا د کـور لـه دروازې نه څـنـګه تاو شوم؟

مــا چــې هــیـلـې خــښــولــې وې ولاړه
تا لـیـدم د هــــدیـرې نـه څـنـګـه تاو شوم

ستـا تـګ زور راکـاوۀ بـل رقـم خـراب شـوم
هـغـه ورځ د مـخې ښـې نـه څنګه تاو شوم

ستـا د شـونـډو پـه شـرابـو امـوخــتــه یـم
پام دې دی د مـیـخانـې نـه څـنـګه تاو شوم

ابراهیـم پـشان پـه سرۀ اور کې سـاتـل وو
ستـا د حـسن د لـمـبـې نـه څـنـګـه تاو شوم

احـمــدي پـکـې تـصـویـر د یـار بـنـد کـړی
له یوې ماتـې ائـیـنـې نـه څـنـګه تاو شوم

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

دا هم وګورئ

غم دې جانانه راته ستړی ناست دی

غزل غم دې جانانه راته ستړی ناست دی لکه قرضداری پوروړی ناست دی بې غېر …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *