غزل
قدرت الله درمان
ماتې دې له ما سره وعدې له حده ډېرې دي
تاسره د نه راتلو پلمې له حده ډېرې دي
ما ورته د ستړي ژوند کیسه کړه ویل یې بیا به شي
وخت راسره کم دی او کیسې له حده ډېرې دي
مونږ خو مسلسل په عذابونو اوړیدلي یو
چا وې؟چې ژوند کم دی او مزې له حده ډېرې
دلته په فیس بوک کې دوې نجلۍ مې انډیوالې دي
تورې دي خو خدای منئ خوږې له حده ډېرې دي
هاها د ښوالي دا عجب معیار خو وګورئ
نن سبا چې چا سره پیسې له حده ډېرې دي
نه غواړم چې کاڼي ته یې وکړم ځکه چپ یمه
هسې ګني ماسره ګیلې له حده ډېرې دي
بیا به کومې چټې لونګین پر غاړه کړی وي
چم کې د لونګو چې وږمې له حده ډېرې دي
دغه ژڼکي سر په خپل وطن ورقربان کړی دی
لکې یې په قبر چې جنډې له حده ډېرې دي
چا وې زما وطن کې د پارکونه حساب نکیږي
ما وې زما وطن کې هدېرې له حده ډېرې دي
ستا د تګ نه وروسته درمان ګله په ما څه شوي
درد له حده ډېر دی، اندېښنې له حده ډېرې دي