ماشومان څنګه مطالعې ته وهڅوو؟ | ډاکټر محب زغم

لوبې او سپورټ د ماشومانو بدنې ودې سره ډېره مرسته كوي. د لوبو او زده كړې تر منځ انډول بايد وساتل شي. زما ماشومان د كمپيوټري ګېمونو شوقيان دي. زه هره جمعه له دوى څخه امتحان اخلم. په لومړي سر كې دوى په درسونو كې پڅ وو، داسې نه چې استعداد يې لږ وو، دوى ټنبلي كوله، درس يې نه وايه. ما د هرو پينځو غلطيو پر سر يوه ورځ له ګېمه محروم كړل. بله اوونۍ چې مې پوښتنه ترې وكړه، درسونه يې ښه زده وو، يوازې درې څلور غلطۍ يې كړې وې. دا هم د هڅونې او رټنې يوه لاره ګڼلى شو. كه ستاسو ماشومان درس نه وايي نو كريكټ ته يې مه پرېږدئ.

ماشومان معمولاً د ښوونځي له كتابونو خوند نه اخلي ځكه چې ورته تپل شوي او اجباري ښكاري، خو نور كتابونه لكه د ماشومانو لپاره كيسې، شعرونه او معلوماتي كتابونه چې رنګه انځورونه ولري، ورته خوندور وي. تاسې كولاى شئ همداسې كتابونه ورته واخلئ.

زما خپل كمپيوټر رانه ورك شوى دى، نن مې د زامنو كمپيوټر خلاص كړ چې دغه مطلب وليكم. كه ګورم چې مشر لس كلن زوى مې د طيارې په اړه مطلب ليكلى دى، هغه د تخنيكي او انجنيري كارونو شوقي دى، كله پر كاغذ باندې روبات رسموي كله فضايي بېړۍ. دا وار يې د الوتكې د جوړولو تشريحات ليكلي وو چې انجن به يې دلته وي، وسله به يې داسې وي، دوې بټرۍ به ولري…

ماشومانو ته ووايئ چې د خپلو ورځنيو كارونو په اړه ليكنه وكړي. دا دې وليكي چې نن په كريكټ كې چا څو منډې جوړې كړې؟ څوك ژر وسوځېد؟ د چا توپ اچونه ښه وه؟ په دې توګه كه دوى هره ورځ د خپلو لوبو ګزارش وليكي نو د ليكوالۍ مهارت به يې ښه شي.

ممكن نور هېوادوال مو په دې اړه بېلې تجربې ولري

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

مسکو فارمټ غونډې ته د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د وینا بشپړ متن

بسم الله الرحمن الرحیم حامداً و مصلیاً و بعد، له هر څه وړاندې د روسیې …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *