لومړی مبایل په ۱۹۷۳ میلادي کال کې یو امریکايي انجینر مارټن کوپر د “Motorola” کمپنۍ تر چتر لاندې جوړ کړی و.
د لومړي جوړ شوي مبایل وزن یو کیلو ګرام و. بیټري یې لس ساعتونو کې چارج کېده، خو ایله نیم ساعت کار یې کولو او یوازې د زنګ کار ترې اخېستل کېده.
په ۲۰۰۳ م کال کې بیا ځیرک مبایل جوړ شو چې NOKIA او IBM دواړه کمپنۍ یې د لومړي ځل جوړېدو دعوه کوي.
جالبه لا دا، مارټن کوپر همېشه له خلکو غوښتي چې د مبایل استعمال کم کړي.
***