د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې، د اسلامي امارت مشر مولوي هبة الله اخونزاده نیمروز ولایت ته سفر کړی او هلته یې له ځايي مسولینو، د علماوو شورا له غړو، قومي مشرانو، د جهادي مدرسې له استادانو، د محاکمو له قاضیانو، ولسوالانو او مجاهدینو سره غونډه کړې.
هغه ویلي، امیرالمؤمین د نیمروز ځايي مسولینو ته ولس سره د ترحم او شفقت، د هغوی ستونزو ته د رسیدو، خپلو مسولیتونو ته د متوجې کېدلو او په سمه توګه ادا کولو، د ځانونو د اصلاح، امر بالمعروف کولو او په قضایي چارو کې د استقلال ساتلو په اړه سپارښتنې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نوموړي څو ورځې مخکې ارزګان ولایت ته هم سفر کړی و.