مجاهد: حامد کرزی یو عادي افغان دی او له خپلو ټولو حقونو برخمن دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې، ”پر حامد کرزي لوی بندېزونه نشته، کوم سیاسي موقف نه لري او نه یې د نظام نمایندګۍ ته یې نه پرېږدو.”
مجاهد زیاته کړې، ”حامد کرزی یو عادي افغان دی او له خپلو ټولو حقونو برخمن دی.”
خو د هغه نږدې ملګری شهزاده مسعود ادعا کړې چې، کله کرزی له انګلستانه راوګرځېده درېیو هېوادونو د ورتګ بلنه ورکړه خو چا اجازه ورنکړه او آن کور ته چې یې هم څوک راځي بهر یې امنیتي ځواکونه اسناد څېړي، وروسته د ننوتلو اجازه ورکوي.
***