د افغانستان اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه ټولنه مغرضو کړیو یرغمل کړې او د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد کارول کیږي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۵) په یوه اعلامیه کې څرګنده کړې، چې په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوه کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.
د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د افغانستان پر سرتاسری امنیت، عمومي بښنې، سولې او ثبات، اقتصادي پرمختګ، د امنیتي ځواکونو جوړېدو، په داخلي عوایدو د بودجې چمتو کولو، ټول هېواد ته د تعلیمي بهیر غزولو او د افغانستان څوکۍ افغانانو ته سپارلو بحث نهدی شوی او د فشار او تحمیل پر سیاست ترکیز وشو.
هغه څرګندوي، چې مغرضې کړۍ اوس هم له مونږ سره په جګړه اخته دي او د ملګرو ملتونو سازمان يې یرغمل کړی او زمونږ په وړاندې يې کاروي
ذبیح الله مجاهد وايي: په دې ناسته کې اړینه وه، چې د ملګرو ملتونو د تور نوملړ د ختمولو، د بندیزونو د لرې کولو، د افغانستان د غصب شویو پیسو د خلاصون او په پای کې د افغانستان د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو او افغانانو ته د افغانستان د چوکي د ورکړې په اړه خبرې شوې وای او د حل لار ورته لټول شوې وای.
نوموړي همدا راز ويلي؛ د افغانستان د خلکو لپاره د خپل دين لارښووني لومړيتوب لري او د هېواد ملي ګټې ورته مهمې دي. د دې سترو موخو لپاره یې سرښندنې کړي او ترې ساتنه او څارنه کوي