د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د هېواد په ټولو ولایتونو کې د علماوو شوراګانو له بشپړېدو خبر ورکوي.
نوموړي ویلي چې د علماوو شوراګانو په رامنځته کولو کې په ځينو ولایتونو کې، د دیني علماوو سربېره قومي مشران هم ټاکل شوي دي.
هغه وايي، د دغو شوراګانو غړي په بېلابېلو ولایتونو کې له یو بل سره توپیر لري، ځکه په ځينو ولایتونو کې دیني عالمان او په ځینو نورو کې قومي مشران د یادو شوراګانو د غړو په توګه ټاکل شوي.
تر دې مخکې د سرپرست حکومت ویاند ویلي و چې دغه شوراګانې به د نورو کارونو ترڅنګ په حکومت کې د ښځو د کار او فعالیت په تړاو هم د شریعت په رڼا کې خپل نظر څرګند کړي.