د اوسلو د سولې څیړنیز انسیټوټ له خوا، محبوبه سراج د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې ته نومول شوې
یاد بنسټ ویلي، ”محبوبه سراج د ښځو د حقونو، د ماشومانو د روغتیا، زدکړو، او له فساد سره د مبارزې اتله ده.”
د نوموړې تر څنګ د ایران د بشري حقونو فعاله نرګس محمدي هم نومول شوې.
د سږ کال نوبل جایزه د راتلونکې جمعې په ورځ اعلانیږي.
۷۴ کلنه محبوبه سراج امریکا کې له ۲۶ کلنې جلاوطنۍ وروسته په ۲۰۰۳ م کال افغانستان ته راغلې او لا هم مېشته ده.