محمد بن مرسل، هغه عرب سندرغاړی چې تېره ورځ سره له ننواتو او بخښنو بیا هم قصاص شو

نامتو سندرغاړی ۲۶ کلن محمد بن مرسل د سعودي عربستان د نجران اوسیدونکی وو، خپل تره زوی سره ېې لاس پښه اچولي وه چې پایله کې ترې ووژل شو، دلته سعودي کې یو عادت چې څوک زندان کې بندي وي د کوم جرم په وجه یا ېې څوک مړه کړي وي، نو لوی لوی تجاران شیخان په زندانو ګرځي د مقابل غړي ته د بښنې لپاره عذر او زاری کوي او پيسې ورته ورکوي دا پیسې له زرو ریالو شروع کیږي، خبره دا چې د دې ځوان د بښلو لپاره ۳۲ لوی لوی امامان، ۱۲ د شاهي کورنی غړي او د دې ولایت سلګونو ځوانانو او ماشومانو د مقتول کورنی ته په داسې ډول ورغلل چې ۱۲۰ میلیونه ریال ېې هغوی ته وړاندې کړل، خپل کلتوري خولۍ چترالونه او دسمالونه ېې له سروونو ایسته کړل، په شاعرانو او ژړونکو الفاظو ېې هغوی ته ېې د بښنې کولو وړاندیز وکړ چې په دې پیښه سره د سعودي تر څنګ ټولې نړیوالو رسنیو سرټکی محمد بن مرسل وو خو عجیبه دا شوه چې د یوسلو شل میلیونه ریالو د دومره لویو لویو خلکو په زاریو او په ځمکه د پوزې موښلو وروسته دې د کورنی مشر دا هرڅه رد کړل او اخري خبره ېې دا وکړه: چې که چیرې زه ېې وبښم خلک به وایي چې پيسو او د لویو خلکو راتګ ېې سترګې ور ړندې کړې او د زوی وینه ېې وبښله، خو نه هیڅکله به داسې ونشي او هغه سزا به ورکول کیږي چې هر غریب او امیر ته ټاکل شوي ده ، او له محکمې ېې وغوښتل چې قتل په بدل کې د قصاص شي، پدې سره ېې د سپتمبر ۲۰ سهار د لمر په راختلو د محمد بن مرسل سر له تنې غوڅ کړ، چې د پیښې ټول سعودي او نړی کې یوه لویه ګنګوسه جوړه کړه!
تر ټولو یې دردونکي هغه صحنه ده چې له مور رخصت اخلي

لیکنه: عبید موسم

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *