مراکش کې د زلزلې له امله د مړو شمېر دوه زره ته لوړ شو
د مراکش د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د شنبې ورځې په زلزله کې د مړو شمېر له دوه زره اوښتی او دوه زره ۵۹ نور ټپیان شوي دي.
یاد وزارت وزارت ویلي، د ۱۴۰۰ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
د ریښتر په کچه د ۶،۸ درجې زلزلې وروسته د مراکش شاهي محکمې درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړ.