کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د چین د نوي سفیر لهخوا د اسلامي امارت رییس الوزراء ته د باور لیک وړاندې کول یو ستر پرمختګ دی.
وايي، دا د اړیکو د پیاوړتیا او له افغانستان سره د چین د همکاریو ژمنتیا ښیي.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملامحمدحسن اخند افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر جاو شینګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او وېې ویل، چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري.