د پاکستان تبلیغي جماعت مشر مولانا طارق جمیل وايي چې سلمان خان او د هغه خویېندې پخپل کور کې دده بیانونه اوري.
هغه همدا راز ویلي، د هندي سېنما مخکنۍ لوبغاړې ثناء خان زما د بیانونو اورېدو له کبله فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړه او آن چې کله یې زوی پیدا شو، طارق جمیل نوم یې پرې کېښوده.
مولنا طارق جمیل څه موده مخکې د حافظ احمد پوډ کاسټ سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې، ”له درس یې چندان علاقه نه درلوده، د مدرسې پر مهال به یې سندرې اورېدې او فلمي مجلې به یې لوستلې”
هغه همدا راز ویلي وو، په لومړي ځل د کالج یوه ملګري په زوره تبلیغ ته بېولی و چې د (دو رنګیلا) په نوم د تازه خپور شوی فلم لیدو لپاره یې د تښتېدو هڅه هم کړې وه خو نه و بریالی شوی”
مولنا طارق جمیل د پاکستان مذهبي تبلیغي ډلې مشر دی او ګڼ خلک یې بیانونه اوري
***