د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د ستونزو هوارولو لپاره یو ګډ کمیسیون جوړ شي.
هغه زیاته کړې، د جمعیت علماء اسلام ګوند په دې اړه هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
دغه غږ په داسې حال کې راپورته شوی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي مسلو پر سر تاوتریخوالی او ناندرۍ رامنځته شوي دي.
د نورو مسایلو تر څنګ پاکستان ادعا کوي چې افغانستان کې د پاکستان ضد عناصر خوندي پټنځایونه لري خو اسلامي امارت يې ردوي.