:پېښور کې افغان جنرل قونصل مولوي محیب الله
اسلامي امارت پرېکړه کړې چې لومړی هلکان وروزي او وروسته جونو ته د زدکړو اجازه ورکړي
د افغانستان په تودو سیمو کې نن (د وږي ۱۵ مه) د نوي ښوونیز کال او ښوونځیو د پیل لومړۍ ورځ ده. په همدې مناسبت پېښور کې د خوشحال خان عالي لیسه کې غونډه جوړه شوې وه، چې پکښې د اسلامي امارت غړو، د قونسلګرۍ ډپلوماتانو او ګڼو افغان کډوالو ګډون درلود.
غونډې ته افغان جنرل قونصل مولوي محیب الله وویل، که څه هم تعلیم په نارینه او ښځینه دواړو فرض دی خو مختلط تعلیمي نظام ختمول غواړو او داسې شرایط برابروو چې د هلکانو او جونو ښوونځی، ټرانسپورټ او آن لارې هم بېلې بېلې وي.
هغه زیاته کړې، اسلامي امارت پرېکړه کړې چې لومړی هلکان وروزي او وروسته جونو ته د زدکړو اجازه ورکړي.
***