مچ دِ مېکروب ضد انټي بیوټیک لري
ژباړه: سُـرور
کچېرې مچان ختم شي نو په طبیعت کې به 11.082 نوع هغه نباتات هم ختم شي چې د مچانو په واسطه تخم تولیدوي.
کچېرې دغه نباتات په طبیعت کې ختم شي، نو 966 ډوله هغه الوتونکي به هم ورسره ختم شي چې دِ یادو نباتاتو څخه غذا تر لاسه کوي او خپل ژوند پرې پایداره ساتي.
اوس که یاد الوتونکي په طبیعت کې په دوامدار ډول ختم شي نو دِ دې سره سم به 77 ډوله ملخان او حشرې په بې ساري ډول ډېرې شي او دِ انسانانو په زراعت، نباتاتو او فصلونو به برید وکړي او انسانان به دِ زیات قحط سره مخ شي.
همدا شان دِ مچانو په ختمیدو سره به په طبیعت کې ډېر مرضونه، وایرسونه او چټالۍ هم زیاتې شي چې دِ مچانو په واسطه له منځه ځي، ځکه مچ دِ مېکروب ضد انټي بیوټیک لري.
{هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا}
ژباړه: الله پاک هغه ذات دی چې ستاسو لپاره یې ټول شیان په ځمکه کې دِ فایدې لپاره پیدا کړي!