د کوزې پښتونخوا مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال چې اوس انګلستان کې اوسيږي، پخپله فسبوکپاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې پکې له یوې باحجابه جلۍ سره ناسته ده، کلیمه ورته وايي.
هغې ویلي، دغه جلۍ به له تېرو څو میاشتو راهیسې زموږ کور ته راتلله او د اسلام په اړه به مې معلومات ورکول، تر دې چې پخپله خوښه یې کلیمه وویله او مسلمانه شوله.
نازیه اقبال ویلي، څه هم سندرغاړې ده خو د خپل مذهب سره ډېره مینه لري
نوموړې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي چې مسلمانه شوې جینۍ څوک ده او مخکې په کوم مذهب وه؟
خو په ټولنیزو رسنیو د نازیه اقبال دغه کړنه ډېره ستایل شوې.
***