شمال کې د مارشال دوستم ځواکمن قومندان نظام الدین قیصاري چې شاوخوا یو نیم کال وړاندې کابل ته راغلی، د اسلامي امارت څخه خوښ دی.
هغه ویلي، ”د شمال په ۹ ولايتونو کې کسان لرم، اکثريت يې پخپلو کورونو کې دي، د هغوی د امنيت لپاره استخباراتو ماته وړانديز وکړ، خو ما ورته وويل چې اوس د هغوی لپاره هيڅ امنيتي مشکل نشته دی.”
هغه همدا راز ویلي، چې د طالبانو له راتګ وړاندي یې دوی پردیپاله ګڼل خو حقیقت بل څه و.
قیصاري ویلي ”په تېره کې د اشرف غني لخوا ماته دا وويل شول، چې طالبان پاکستاني دي او په مقابل کې يې وجنګېږه، ولې اوس چې ګورم طالبان له وزيرانو نيولې تر ټيټو کسانو پورې ټول افغانان دي.”
نوموړي د افغانستان اوسني امنیت ستاینه کړي او له بهرمېشتو افغانانو یې غوښتي چې هېواد ته راستانه شي، خو ځینې مخکيني چارواکي یې بیا د شخصي ګټو په لټولو تورن کړي
قیصاري ویلي، ”هغه کسان چې په بهرنیو هېوادونو کې پراته دي، دې هېواد ته رښتيني نه دي، يوازې د پيسو او قدرت په خاطر هغلته پراته دي او ژوند کوي.”
نظام الدین قیصاري د مارشال دوستم له نږدې کسانو څخه و، هغه په شمال کې د خلکو په وژلو، غصب، ناغېړۍ او بېلابېلو جرمونو تورن و، او ان تېر جمهوري نظام یې پرلپسې درې ورځې کور محاصره کړی و، خو په لاس ورنغی.