میټا ادارې ویلي، د راتلونکې اکتوبر میاشتې په 24 مه نېټه به واټساپ په زاړه ماډل مبایلونو کې کار نه کوي.
وايي، اوسمهال واټساپ په (4.1) انډرایډ اپریټینګ سیستم چلیږي او له یادې نېټې وروسته به یوازې په (5.0) ورژن فعالیت کوي.
میټا ادارې ویلي، ځینو ته مخکې له مخکې خبرداری ورلیږو چې خپله داټا خوندي کړي.
تر دې مهاله یې د هغو مبایلونو لیست نه دی خپور کړی چې پکې بندیږي.
دا اقدام وروسته له هغه کیږي چې میټا اداره ورځ تر بلې واټساپ ته پراختیا ورکوي او بېلابېل فیچرونه پکې اضافه کوي
***