وسیم شینواري د افغان جونو ښوونځي لپاره په سپوږمۍ کې زمکه اخیستې
په اسپانیه کې مېشت یو افغان وسیم شینواري لومړي ځل لپاره د انټرنشنل لونرلېنډ له کمپنۍ څخه په سپوږمۍ کې د افغان نجونو د ښوونځي لپاره ځمکه واخیسته.
هغه ویلي، ”دا د ټولې نړۍ لپاره یو پېغور شو چې افغان نجونې پر ځمکه ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري او یو څوک ورته د ښوونځي لپاره په سپوږمۍ کې ځمکه اخلي.”
هغه زیاتوي، ”پوهیږي چې سپوږمۍ کې ځمکه د چا په کار نه راځي، خو په دې کار یې نړۍ ته د افغان نجونو پر زدکړو د بندیز دروند پیغام او پیغور ورساوه”
لونرلېنډ د جایدادونو یوه کمپنۍ ده، چې سپوږمۍ کې په سمبولیک ډول ځمکې پلوري.
***