ولې ګاونډیان د قوشتیپې کانال له جوړېدو وېره لري؟ | ګلاب الدین خپلواک

د قوشتېپې کانال د افغانستان له هغو لویو کانالونو څخه بلل کیږي، چي د بلخ ولایت د کلداري ولسوالۍ کې د امو له سیند څخه پیلیږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ کي ختمیږي. د یاد کانال اوږدوالی 285 کیلو متره، بر يې 108متره او ژوروالی یې 8/5 متره دی.د قوشتېپې کانال په هره ثانیه کي د 650 متر مکعب اوبو د انتقالولو ظرفیت لري، چي 550 زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

په تاریخي لحاظ د قوشتېپې کانال پروژه د سردار محمد داود خان په حاکمیت کې طرح شوه، خو له بده مرغه د څلورو لسیزو خونړیو یرغلونو او جګړو له امله تطبیق نه شوه.

د اقتصادي کار پوهانو له نظره، د قوشتپې کانال پروژه به د افغانستان په بسیاینه او خودکفایي کي، په ځانګړي ډول د شمال ولایتونو بسیاینه کي په اقتصادي او زراعتي لحاظ ځانګړی رول ولوبوي. د یادې پروژې په تطبیق سره به افغانستان د غنمو په برخه کې مکمل پر ځان بسیا شي، بلکې ګاونډیو او نورو هیوادونو ته به صادرات هم ولري.

اساسي سوال دا دی چي ولي ګاونډي هیوادونه د قوشتېپې کانال له جوړیدو څخه ویریږي؟

د دي سوال لپاره کیدای شي څو ځوابونه ولرو:

لومړی: د قوشتیپي کانال په جوړیدو او تطبیق سره به د آمو دریا ښکتني هیوادونه، له هغو پنځلس سلنه اوبو محروم شي، چي د افغانستان حق و، خو تر اوسه دوی ترې استفاده کوله. چې دا کار به د یادو هیوادونو په اقتصادي، خصوصاً زراعتي څانګه کي کموالی راولي.

دویم: د قوشتېپې کانال په جوړیدو سره به افغانستان د غنمو او نورو زراعتي حاصلاتو په برخه کې پر ځان بسیا شي او نور به د منځنۍ آسیا هیوادونو څخه غنم او اوړه نه اخلي. چې دا خپله یوه اقتصادي ضربه ده او دوی به د خپلو زراعتي حاصلاتو یو دایمي اخیستونکی له لاسه ورکړي.

دریم: افغانستان یو زراعتي هیواد دی او داسي حاصلخیزه ځمکې لري، چي که په سمه توګه وکارول شي، نو علاوه پر دي چي خپله افغانستان به په اقتصادي او زراعتي لحاظ بسیا شي، بلکې د یو صادراتی هیواد په توګه هم را ټوکیدلای شي. د یو صادراتي زراعتي هیواد په توګه د افغانستان راټوکیدل د منځنۍ آسیا هغو هیوادونو ته د منلو نه دي، چي په سیمه کي د غنمو، اوړو او نورو زراعتي حاصلاتو مهم صادرونکي دي، ځکه د دوی د زراعتي حاصلاتو بازار کي به اختلال او کموالی را منځ ته شي.

څلورم: افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا تر منځ د څلورلاري حیثیت لري، نو ځکه ګاونډي هیوادونه ویره لري چې که د قوشتیپی اونورو کانالونو په جوړیدو سره افغانستان د زراعتي حاصلاتو یو صادراتي هیواد شي، نو یاد هیوادونه به په جنوبي آسیا کې د خپلو زراعتي حاصلاتو دایمي مشتریان په دایمي توګه له لاسه ور کړي، ځکه هر هیواد هڅه کوي چی له هغه هیواد څخه واردات وکړي، چي د مساحت له لحاظه ورته نژدي  او له ترانزیټي لحاظه ورته ارزانه تمام شي، نو د افغانستان په بسیا کیدلو کي به حتماً د جنوبي آسیا هیوادونه د منځنۍ آسیا هیوادونو پرځای، افغانستان غوره کوي چې په دې کار سره به د منځنۍ آسیا هیوادونه خپل مشتریان له لاسه ور کړي او د زراعتي حاصلاتو عایداتي سرچینې به یې کمزورې شي.

د پورتنیو عوامل پر اساس کیدای شی یاد هیوادونه د قوشتیپی کانال د جوړیدو په خاطر یو لړ انګیرنې ولري، خو ښه به دا وي چې یاد هیوادونه د صبر، زغم او حوصلې څخه کار واخلي او خپل ځانونه دي خپله قاضي کړي، چي تر دې دمه د امو له دریا څخه د افغانستان له حق څخه دوی ګټه اخیسته او افغانانو هیڅکله هم ادعاء ونه کړه چي زموږ حق څخه تاسي ګټه اخیستي وه، خو نن چې افغانستان خپل مالک وموند او غواړي خپل هیواد له نړۍ سره سیال کړي، تاسي ولي له مختلفو لارو خپلې منفي انګیرنې څرګندوئ!؟

خو په دې یوه خبره باید ټول پوهیدلي یاست، چې د افغانستان اوسني حکومت مشران هیڅکله هم د بل چا په تاوان کي خپله ګټه نه لټوي او د قوشتېپې کانال څخه یوازې د افغانستان خپل حق 15سلنه اوبه راګرځوي او د خپل وطن او هیواد د وچو دښتو او ځمکو په خړوبولو کي به ترې ګټه اخلي د قوشتیپی کانال څخه خپل د حق اندازه اوبو ګټه اخیستل د ټولو نړیوالو نورمونو او قوانینو مطابق عمل دی، نو څرنګه چې د اوسني حکومت مسولینو منلې چې خپل د حق په اندازه به د آمو له سیند څخه د قوشتېپې کانال په واسطه ګټه اخلي، نو دا د منفي انګیرنو ځای نه دی، بلکې دا دافغانستان د خلکو مسلم حق دی.

ګلاب الدین خپلواک

About اسیر مشواڼی

اسیر مشواڼی
اسير مشواڼی د شور نیوز ویبسایټ د خبرونو مسؤل او عمومي ایډېټر دی، د بېلابېلو کورنیو او نړیوالو رسنیو سره یې لس کاله کار کړی. او اوس د شور نیوز لپاره هم یو شمېر راپورونه چمتو کوي.

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *