ټولګټو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، کوم موټر چلوونکي چې له ټاکلې اندازې زيات وزن لېږدوي؛ نقليه وسایط يې د يوې مياشتې لپاره درول کیږي او ددې ترڅنګ عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل کیږي.
اعلاميه کې راغلي: ”په هېواد کې شته سړکونه او لویې لارې ملي شتمنې ده، چې په لوړ لګښت سره ترمیم او رغول شوي دي، چې ساتنه او څارنه یې د ټولو هېوادوالو دیني وجیبه او ملي مسؤولیت دی.”
یاد وزارت ژمنه کړې، چې هېواد کې د شته سړکونو د خوندیتوب په موخه له ټاکلي اندازې څخه د ډېر بار لېږد مخنیوی به کوي.