د پاکستان مخکیني لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې نواز شریف د اکتوبر پر ۲۱ مه پاکستان ته ستنېږي.
هغه لندن کې د یو رسنیز کنفرانس پر مهال ویلي، نواز شریف ته به ټول پاکستان په لاهور کې ښه راغلاست ووايي او په وینا یې، له ستنېدو سره سم به یې د پاکستان اقتصاد بېرته پر سم لوري روان شي.
نواز شریف د مالي فساد په تور له واکه ګوښه او زنداني شو، بیا په په ۲۰۱۹ کال کې په ضمانت خوشې او د تداوۍ په موخه د څلورو اوونیو لپاره برتانیې ته ولاړ او تر ننه هلتې پاتې و.
لا روښانه نه ده چې له راتګ سره سم به بيرته ونیول شي او که خپله قضیه به مخته یوسي.
***