د ایکسپریس تلویزیون راپور پر بنسټ، د ګجرات پولیسو د ذوالفقار په نوم هغه تن نیولی چې په خلکو به یې د پیسو په بدل کې ثوابونه پلورل.
د یاد تلویزیون په راپور کې راغلي، دغه کس د حاکم دین په نوم لوی دربار جوړ کړی و چې په ۱۰ کلدارو به یې ۱۰۰ زره او په ۱۰۰ کلدارو به یې لس ميليونه ثوابونه خرڅول او خلکو ته به یې د هغې سند هم ورکاوه.
تر دې وړاندې په پنجاب کې هم تېر کال د حسین باباجي په نوم یو تن نیول شوی و چې خلکو ته به یې د پیسو په مقابل کې لمونځونه او روژې بخښلې
***