:د پاکستان ترهګرۍ ضد اداره
کره شواهد لرو چې له TTP سره افغان طالبان یو ځای شوي او زموږ خلاف جګړه کوي
د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د پښتونخوا څانګې مرستیال مشر سهیل خالد ادعا کړې چې، د پاکستان بریدونو کې حقاني شبکه ښکېله ده او ګڼ شمېر افغان طالبان له T.T.P سره یو ځای شوي، چې له وجې یې پاکستان کې بریدونو زور اخېستی.
بلخوا، اسلامي امارت چاوراکو بار بار د پاکستان دغه تورونه رد کړي او ډاډ یي ورکړی چې افغان خاوره هیچا ته ګواښ نه دی، باید داخلي مشکلات پخپله حل کړي او خپله ملامتیا دې د دوی پر اوږو نه اچوي
***