نن د سپتمبر ۱۹ مه، اسلام آباد کې د ااا سفارت په مقر کې د پاسپورټ ورکولو پروسه د یوې غونډې په ترڅ کې رسماً پیل شوه. غونډه کې افغان سرپرست سفیر، م. سرداراحمد شکیب، دیپلوماتان، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو رئیس، محترم دوکتور شعیب بریالی او تخنیکي پلاوي ګډون وکړ
ښاغلي شکیب غونډې ته د وینا پرمهال، د یادې پروسې پیل د افغان مهاجرینو لپاره ډېر با ارزښته وباله او له بهرنیو چارو وزارت څخه له راغلي ټیم نه یې هم د سیسټم د فعالولو په پار مننه وکړه.
ښاغلي شکیب زیاته کړه چې له دې وروسته به د پاسپورټ غوښتونکي کولای شي په انلاین بڼه د پاسپورټ اخیستو ټوکن ترلاسه او په ټاکل شوي وخت سفارت ته مراجعه وکړي. د انلاین ټوکن سیسټم لنک به ډېر ژر د سفارت د ټویټر، فیسبوک او وبسایټ پاڼو له لارې له محترمو غوښتونکو سره شریک شي.