د پاکستان تحقیقاتي مرکزی ادارې ویلي، ملتان هوايي ډګر کې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي چې د خیرات غوښتلو لپاره سعودي عرب ته تللي وو، د راستنېدو پرمهال نیول شوي.
وايي، په نیول شویو کې ۱۱ ښځې، ۵ سړي او یو ماشوم شامل دی چې د خیرات ټولې پیسې ترې هم ضبط شوي.
تېره ورځ د پاکستان حکومت، د بهرمېشتو اتباعو سکرتریت ویلي وو چې، له هېواده یې د نورو کارمندانو په پرتله سوالګر ډېر بهرنیو هېوادونو ته ځي او په وینا یې، په بهرنیو هېوادونو کې د نیول کېدونکو سوالګرو ۹۰ سلنه پاکستانیان دي.
د یادې ادارې د چارواکو په وینا، په حرم شریف کې چې څومره جېب وهونکي یا ګڼکپان نیول کېږي، زیاتره یې پاکستانیان دي چې هلته د عمرې په ویزې د سوال او ګڼکپۍ لپاره ورځي.
اداره همدارنګه وايي، د عراق او سعودي عربستان مسؤلینو ورته ویلي چې زندانونه یې له پاکستاني سوالګرو ډک دي او دا مسئله د انساني قاچاق تر حده رسېدلې ده