پرېګابالین ګولیو توانونه

پرېګابالین ګولیو توانونه

لیکوال: ډاکټر سیف الله غریبیار

پرېګابالین د هغو نوو انتي کانولسانت درملو له ډلې حسابېږي ،چې دتشنجاتو د درملنې په موخه په کومکي توګه کارول کیږي ،اما ددې ترڅنګ د رواني اختلالاتو په درملنه کې هم موثر رول لوبوي .

پرېګابالین د انټي کانوالژانت او رواني اختلالاتو د درملنې ترڅنګ په نیورولوژۍ کې د عصبي دردونو د درملنې په موخه هم کارول کیږي .

د تاثیر مېکانېزم یې :
– پرېګابالین د هغو درملو له ډلې دی ،چې ګاباارژیک ځانګړنه لري یانې په عصبي حجرو کې د ګابا سطحه لوړوي او ګلوتاما ترژیک کړنې کمزورې کوي .

– جذب یې ګړندی دی او دپرېګابالین په مقدار پورې تړلی دی .
– پلاسمایي علظت ته یې رسېدنه کابو په یو ساعت کې او د اثر لپاره یې مرحله یې له ۲۴ نه تر ۴۸ ساعتونو پورې اټکل شوې ده .

– مهمه یې داده چې خواړه دپرېګابالین په جذب او دجذب په اندازې هېڅ اغېز نه لري لکه دلوتراسیتم

– پرېګابالین پر پلازمایي پروتین هېڅ بانډ نه جوړوي او پرته له کومه بدلونه له پښتورګو له لارې دفعه کیږي .

کارونه یې :
– په نوروپاتي ګانو کې لکه ډیابیټیک نوروپاتي او نورالژي پس هرپسي post herpotic کې موثر رول لري

– دپارشیل تشنجاتو په مخنیوي کې کومکي رول لوبوي

– د GAD په درملنه کې یې دمهموالي راپورونه هم موجود دي ،په ځانګړي په ټولنیزه وېره او پانیکو اختلالاتو کې یې رول ګټور ثابت شوی دی .

– په اوسنیو وختونو کې دفېبرومالژيا (عضلاتي عصبي دردونو )په درملنه کې هم ګټور ثابت شوي دي
– د فقراتو په تروماتیکو دردونو ،نورو تروماتیکو دردونو ،دالکولو ترک او نورو مواردو لپاره

جانبي عوارض یې :
– سرګرځېدنه
– خواب الودګي
– پر سترګو دتورې شپې راتلل یا تاریدید
– دحافظې یا یادښت کمښت
– لړزه

– امیدوارو او شیدو ورکوونکو میندو ته یې توصیه کول په احتیاط سره ښودل شوي دي.
– دبلاربښت په لومړي ترایمستر کې ډي او وروسته سي

مقدار:
– په نورالژي پس هرپسی کې یې کارونه له ۵۰ نه تر سلو ملي ګرامو پورې درې ځلې په ورځ کې

– په نیوروپاتیکو دردونو کې یې له سلو تر دوه سوه ملي ګرامو پورې درې ځلې په ورځ کې

– په فېبرومیالژي اخته ناروغانو ته کولای شو چې له ۴۵۰ نه تر ۶۰۰ ملي ګرامو په وېشلو ډوزونو ورکړو
بهترین ترکیب یې له دولکستین او امېترپتالین سره دی.

– پرېګابالین دکپسولونو په شکل ۲۵،۵۰،۷۵،۱۰۰،۱۵۰،۲۰۰،۲۲۵او ۳۰۰ ملي ګرامو موندل کېږي

پرېګابالین
دویمه برخه
دپرېګابالین اړخیزې اغېزې یا زیانونه !
– پرېګابالین هم د نورو درملو په څېر دګټې سره تړلي ګڼ زیانونه هم لري ،چې مخکې له کارولو باید معالج او ناروغ دواړه ډېره پاملرنه ورته وکړي .

دپرېګابالین زیانونه دشدت او اهمیت له اړخه په ټولیزه توګه په دوو برخو وېشو :
– لومړی هغه زیانونه یې ،چې سملاسي روغتیایي مرستو ته اړتیا پیداکوي ،لکه :
۱- دسینې دقفس دردونه
۲-پربدن سړې خولې راتلل
۳- درنګ الوتل
۴- تنفسي ګډوډي /اختلال
۵- دعضلاتو دردونه
۶- شدید ضعف او بېحالي
۷- تشنج
۱۰- لړزه
۱۱- ټوخی
۱۲- نس ناستی
۱۳- په بلع یا تېرولو کې ستونزې
۱۵- سرګرځېدنه
۱۶- د زړه دټکانونو ډېرښت
۱۷- دپوستکي خارښت او غبرګون/حساسیت
۱۸- دعضلاتو او بندونو دردونه
۲۱- دخولې او ژبې ټپونه
۲۲- د زړه بدوالی
۲۳- د زړه بدوالی
۲۵- دهوښیارۍ کمښت

دویم هغه زیانونه یې ،چې بیړني روغتیایي اقدام ته اړتیا نلري او معمولا د درملو په دوامداره کارولو او دبدن په تطابق یا اډپتېشن سره کموالی پیداکوي ،لکه :
۱- تیاره لیدل
۲- د پښو او لاسونو په نوکانو کې دګز ګز او درد احساس
۳- دبدن دتعادل لږوالی
۴- ګیجوالی
۵- دوه لیدل
۶- دخولې وچوالی
۷- تبه
۸- سردردی
۹- د اواز نیول یا بندېدل
۱۰- داشتهاء ډېروالی
۱۱- دهمغږۍ کموالی
۱۲- دملا دردونه
۱۳- دیادښت کمزوري
۱۴- خوبولی او ګنکس حالت
۱۵- د لاسونو لړزه یا ترېدل
۱۶- دګېډې دبادو ډېروالی
۱۷- دلیدو ګډوډۍ
۱۸- دانرژۍ کموالی
۱۹- د ژبې بندېدل
۲۰- خولې کېدل
۲۱- په خوب کولو کې ستونزې
۲۲- دسترګو غېر ارادي حرکتونه

ځینې عادي تېروتنې مې تاسو ته پرېښې دي ،په ګوته یې کړئ !

پر پرېګابالین روږدتیا!
دریمه برخه

په افسوس سره ،چې نن سبا دهېواد په ډېرو سیمو کې تنکي ځوانان او لویان د اراموونکو اغېزو ،د رواني فشارونو دکمښت او دځینو بدني دردونو د لږولو یا ارامولو په موخه پرېګابالین کاروي،چې د ډېرو کارولو له امله پرې تر څه وخت وروسته روږدي کېږي .

ځینو ځوانانو ته یې نور روږدي ځوانان ستاینه کوي او په دې بدبختۍ یې اخته کوي .
دپرېګابالین کارونه یوازې زموږ په هېواد کې نه ده ،بلکې په ډېرو ،آن پرمختللو هېوادونو او ټولنو کې هم په بې ځایه توګه دخلکو لخوا کارول کېږي .

یوه بېلګه یې په ۲۰۱۶ کال دیوې څېړنې له مخې ،چې په انګلستان کې ترسره شوې وه ،د یوه کال په اوږدو کې له ۴۷۶۱۰۲ کسانو څخه ۵ میلیونو ته د پرېګابالین کاروونکو شمېر پورته شوی و .

پرېګابالین اعتیاد لرونکي ترکیبات لري ،چې شونې ده ،چې ځینې اوږد مهاله کاروونکي روږدي کړي اما دا روږدتیا یا اعتیاد رواني تړاو لري ،فزیکي اعتیاد نه رامنځته کوي .

بله خبره داده ،چې پرته دمعالج له توصیې دپرېګابالین کارول اعتیاد رامنځته کوي او د وخت په تېرېدو سره یې بدن د اغېزو پر وړاندې مقاومت ښیي ،یانې هغه لومړنی اغېز یې نه پاتی کېږي او کاروونکی شخص یې د ډېر مقدار کارولو ته اړ کېږي .

پرېګابالین په نوره نړۍ کې په ټولیزه توګه هغه اشخاص کاروي ،چې مزمن بدني دردونه لري ، زندانیان وي ، رواني ستونزې ولري ، معتادان وي او یا هغه ،چې د بېلابېلو درملو د کارولو اوږدمهاله سابقه ولري ، خو دلته یې ځوانان د شوق او خوند اخېستلو لپاره کاروي .

د پرېګابالین پرېښودل !
څلورمه برخه

د هغو خلکو لپاره ،چې د اوږمهال لپاره یې په لوړ ډوز پرېګابالین کارولي وي ،سملاسي پرېښودل یې ډېر سخت او ناخوښه تمامېږي ،چې شونې ده ځینې عوارض هم له ځان سره ولري .

دا عوارض یا ځینې ځانګړې نښې د وروستي ډوز له کارولو ۲۴ ساعته وروسته رامنځته کېږي .

هغه کسانو کې چې په ټیټ دوز سره یې پرېګابلین کارولي وي ،ازار ورکوونکي عوارض یې له پرېښودلو یوه اونۍ وروسته له منځه ځي خو په هغو خلکو تر دوه اونیو دوام کوي ،چې په لوړ ډوز سره یې کارولي وي .

د پرېګابالین د پرېښودلو نښې او عوارض!
پېنځمه برخه

د مصرف له مخې د پرېګابالین پرېښودنه په هر ناروغ کې په متفاوته بڼه اعراض او نښې پیداکوي .

دبېلګې په توګه که چېرې دتشنج دمخنیوي په موخه یاد درمل کارول کېږي ، له ترک وروسته یې تشنجات ډېرېږي .
(موثق او تایید شوي راپورونه )
که د رواني فشارونو یا سترېس د کمښت لپاره یې کاروي ،په پرېښودلو یې بېرته رواني فشار ډېرېږي .

نورې مهمې نښې چې د پرېګابالین په پرېښودلو رامنځته کېږي :

ـ تشنج
ـ ګنګسیت
ـ اضطراب
ـ د زړه ټکان
ـ زړه بدوالی
– بې قراري
– سردردی
– نس ناستی
ـ ځان وژنې ته میلان یا لېوالتیا
ـ زیاته خوله کول
– په مزاج او خوی کې بدلون
– خپګان
ـ دخوب ګډوډۍ

د پرېګابالین د پرېښودلو نښې او عوارض!

وروستۍ برخه
پرېګابالین لکه دمخه مو چې ووې ،نه ېې په خپل سر شروع کول ښه دي او نه یې هم پرېښودل.

ښه داده ،چې ډوز یې دمعالج ډاکتر تر مستقیمې لارښوونې لاندې په تدریجي ډول رالږ کړل شي .

ښایي ناروغ ته په کتو معالج ځینو ناروغانو ته د پرېګابالین دترک په صورت کې ځینې درمل لکه کلونیډین ، دکس مدتومیدین ، انتي دیپریسانت او انتي کانوولژانت هم توصیه کړي ،خو دا کار باید د متخصص ډاکتر تر لارښوونې لاندې وکړای شي .

وروستۍ خبرې !
. هېڅکله په خپل سر پرېګابالین مه خورئ !
. هېڅکله په خپل سر پرېګابالین مه قطع کوئ !
. هېڅکله پرته د متخصص ډاکتر له رسمي نسخې پرېګابالین چاته مه ورکوئ ، البته درملتونونه ښیم !

.که څوک پرې روږدي واست ژر تر ژره له متخصص سره اړیکه ونیسئ !

پای

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *