غزل
د غم ماتم هم، په جابره خاموشي کومه
په خپل وطن کې، مهاجره زنذګي کومه
په ماتو ګوتو د لاس، ستوري د اسمان نه ګڼم
زه په زړګي د نوي زخم، حسابي کومه
افغان ماشوم یم، ژوند په هر حال په خندا کومه
په بم پرې کړې پښه، نڅا او خوشالي کومه
خوشبو دې باد راوړه، د زېري غوندې کومې خوا نه
اسمان ته ګورمه، او یاره حیراني کومه
جار دې د سپورو زلفو، جار لکه سپره وطن مې
دا ځل یو ګل درته، قرضه له پسرلي کومه
عمر اندېش