غزل
دا چې غمجنې شوګېرې کوې دا چاته کوې؟
لکه مرغۍ په غنو شپې کوې داچاته کوې؟
چې دې ښېرې وسېځي شونډې دعاګانې يې کړه
په دعاګانو کښې ښېرې کوې دا چاته کوې؟
په خاموشۍ کښې هېبت ناکې زلزلې راولې
دا کله کله چې نارې کوې دا چاته کوې؟
تا خو دا ټول سپرلی په دې دامانو ځان له تېر کړو
چه د ګل پاڼو نه جامې کوې دا چاته کوې؟
ته خپل غمجن غمجن اواز رسوول چاته غواړې
دا کله کله چې ټپې کوې دا چاته کوې؟
خال په تندي ږدې د رېدي د زړۀ د سوي داغه
چې د غاټولو نه ګجرې کوې دا چاته کوې؟
دا تاته چا دي در زده کړي د ساېل سندرې
چې په سندرو کښې ګېلې کوې دا چاته کوې؟
رحمت شاه ساېل