د پنجشېر ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د لومړي ځل لپاره په دغه ولایت کې ۱۲۴۴ قیراط زمرد پر قانوني بڼه د داوطلبۍ له لارې پر ۲۴ میلیون او ۵۶۹ افغانیو وپلورل شول.
اعلامیه کې راغلي، په دې مزایده کې د پنجشېر او نورو ولایتونو ۱۵۰ سوداګرو برخه اخیستې وه.
د پنجشېر والي محمد اغا حکيم ویلي، پخوا د پنجشېر زمرد د سيمې په نورو هېوادونو کې د خپلسرو کېدنو له مخې پلورل کېدل خو دا ځل یې په داوطلبۍ کې ښه بیه ترلاسه کړه.
***