: پېښور
حیات اباد کې یو افغان کډوال د خپلې مېرمن په ملتیا د خسر کور لوټلی
د حیات اباد پولیسو مشر ارشد خان ویلي، د شعیب په نوم یو افغان کډوال د خپل خسر له کوره ۱۲۰۰ زره کلدارې، ۴۰ زره افغانۍ، ۴۲۰۰ امریکايي ډالر او څو تولې سره زر وړي وو چې اوس ښځه او خاوند دواړه نیول شوي او عدالت ته به وړاندې شي
نیول شوي تن پخپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې له بې روزګارۍ تنګ شوی و او بله چاره نه وه