چین له ۲۵ کالو څخه د کم عمر لرونکو نجونو سره پر واده نغدي انعام ورکوي
د چين ـ چینګشان ایالتي حکومت اعلامیه خپره کړې خپره کړې چې، له ۲۵ کالو څخه د کم عمر لرونکو نجونو سره پر واده نغدي انعام ورکوي.
اعلاميه کي راغلي، هر هغه ځوان ته به ۱۰۰۰ يوان انعام ورکړي چې له ۲۵ کلنې او يا هم تر ۲۵کلنۍ کښته نجلۍ سره واده وکړي او په وینا یې، له دې طرحې یې مقصد خلک د ماشومانو زېږولو ته تشویقول دي.
د چینايي رسنیو راپورونو له مخې، تېر ۲۰۲۲م کال کې یوازې ۶،۸ ميليونو جوړو ودونه کړي چې دا د چین په تاریخ کې تر ټولو کم شمېر دی.
که څه هم د چین حکومت والدینو ته د درېیو اولادنو زېږولو اجازه ورکړې خو چینایان د ماشومانو زېږون د پرمختګ په لاره کې خنډ ګڼي، ځینې مېرمن یو ماشوم زېږوي او ځینې نه غواړي بیخي امېندوارې شي.