چین په دولتي ادارو کې د I Phone مبایلونو پر استعمال بندېز ولګاوه
د وال سټریټ ژورنال راپور له مخې، د چین دولت ټولو دولتي ادارو ته خبرداری ورکړی چې له دې وروسته دې څوک ای فون موبایل نه کاروي.
ایفون د امریکا ايپل کمپنۍ تولید دی چې په ټوله نړۍ کې له مشهورو ټيلیفونونو څخه ګڼل کیږي
تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین هم په دولتي ادارو کې د ایپل کمپنۍ په ټولو محصولاتو بندېز لګولی و