ډیموکراسي کفر ده که اسلام؟

ډیموکراسي کفر ده که اسلام؟

په افغانستان باندې ده امریکا یرغل ورسته د نورو اصطلاحاتو سره سره یوه اصطلاح چې ډېره مروجه شوه هغه د ډیموکراسۍ اصطلاح ده.
د ډیموکراسۍ اصلي مفهوم او اصطلاح عامو افغانانو ته چا په سم شکل نده تشریح کړې بلکې امریکایانو په خپله فکري جګړه کې ډیموکراسۍ ته ازادي، مساوات، عدالت، بشري حقوق، مدني ټولنې او ترقۍ په نومونو مروجه کړي.
امریکا او عربیان په ټولو اسلامي هیوادونو کې په میلیاردهاو ډالر مصرفوي ترڅو په دې هیوادونو کې ډیموکراسي خپره کړي.

راځو د ډیموکراسۍ تعریف ته:
ډیموکراسي له دوو کلیمو ډیمو او کراسي څخه اخیستل شوې چې ډیمو په معنا د خلکو او کراسي په معنا د حاکمیت یا حکم په معنا ده.
چې د دواړو معنا (ولسواکي) یا د (ولس حاکمیت) ده
په اصطلاح کې غربیان ډیموکراسي داسې تعریفوي.
Government of the people by the people for the people
یعني د خلکو حکومت د خلکو په لاس د خلکو لپاره

د ډیموکراسۍ اصول:

په دوه ډوله دي:
①د حاکمیت اصل
②د ازادیو اصل

پورتني دواړه اصول خپل مشخصات لري چې یوڅو یې ترې را اخلو.
د حاکمیت اصل په ډیموکراسۍ کې په دوو شکونو باندې ولاړ دی.
1. د تشریع شق: په دې معنې چې کوم قانون یا شریعت به د خلکو ترمنځ فیصله کوي.(مشخصات یې: ①د ولس اراده مقدسه ده ② د ولس رایه د حق پیژندلو معیار ده③ عقل د قوانینو جوړولو لمړی مصدر دي
2. د تنفیذ شق: په دې معنې چې د قانون نافذونکی به څوک وي او څنګه به قدرت ته رسیږي؟( مشخصات یې: ①حکومت به د خلکو انتخاباتو له لارې منځ ته راځي② انتخابات به د داسې قانون پر اساس کیږي چې دین په کې هیڅ نقش ونه لري ③ په انتخاباتو کې علم، عقل او پوهه ارزښت نلري ④ د انتخاباتو لپاره باید کاندیدان ډیر لګښتونه او تبلیغات وکړي. )

دوهم: د حقوقو او ازادیو اصل:

د حاکمیت تر اصل ورسته دوهم اصل د حقوقو او ازادیو اصل ده له دې اصل پرته ډیموکراسي هیڅ تطبیق کیدلی نه شي.
هغه حکومتونه چې غواړي د جمهوري یا ډیموکراتیکو حکومتونو په نوم وپیژندل شي نو باید د ډیموکراسۍ حقوقو او ازادیو اصل اعتراف وکړي او ډیموکراسۍ حقوقو لپاره ازادۍ تامين کړي

په دې ازادیو کښې لمړی د عقیدې ازادي ده

دوهمه د نظر او رایي ازادي ده

دریمه پکې شخصي ازادي ده.

څلورمه پکې د بیان او تبلیغ ازادي ده

ډیموکراسي ولې کفر ده؟
ډیموکراسي یو نوی کفري دین ده چې خپل اصول قوانین او اخلاق لري.
فلیسوفان غواړي دغه دین دې تر اسلام، مسیحت، بودایزم، هندویزم او نور ټولو دینونو څخه محترم او مقدم وي.
دوی غواړي چې بل هیڅ دین دې تر ډیموکراسۍ مقدس نه وي، او که څوک یې نه مني هغه د انسانیت درجې مستحق نه دي
مثلاً په امریکا کې د مسیحي هیواد ده که هلته څوک له مسیحي دین څخه اوړي یا یې نه مني حکومت کوم مشکل ورسره نلري خو که چیرې ډیموکراسي ونه مني هغه له هیواده باسي.
همدارنګه بریټانیا، فرانسه ایټالیا او ځینې نورو هیوادونو کې هم همدغه قانون عملي کیږي

په ډیموکراسۍ کښې هره فیصله قانون هرڅه د خلکو اکثریت باندې باندې رامنځ ته کیږي.
داسې ډیر قراني دلائل شته چې ډیموکراسي کفر ثابتوي چې له هغوی څخه به یې زه دوه دانې دلیل رانقل کړم.

الله تعالی د النساء په 59 آیت کښې فرمایي: ترجمه: اۍ مؤمنانو! د الله رسول او د هغه کسانو اطاعت وکړی چې په تاسو باندې د آمر خاوندان دي او که چیرې مو په کوم شي کښې شخړه راغله نو د الله رسول(قران او سنت) ته یې راجع کړئ، که تاسې په الله او د اخیرت ورځ ایمان لرونکی وی دا کار غوره او پای یې ډیر ښه دی.

او په المائدة سورت په 49 آیت کښې فرمایي: ترجمعه: او فیصله وکړه د دوی ترمنځ په هغه قانون چې نازل کړی دې الله تعالی او د دوی خوښیو او ارزګانو پسې مه ځه.

راټولونه: محمدالله فرهاد

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

دا هم وګورئ

لنډه کیسه: او په کړس کړس مو وخندل| باز محمد عابد

يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *