د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي چې د کابل ـ جلال اباد لویه لار ماهیپر سیمه کې د غره ښويدنې له امله د څو ورځو لپاره د کوچنیو موټرو پر مخ وتړل شوه. یاد دفتر له هېوادوالو غوښتي چې د تګ راتګ په موخه د لته بند او یا هم تګاب لاره غوره کړي.