د کابل امنیه قومنداني مسؤلینو د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې د وسلو د یوې پخوانۍ ډيپو د کشف خبر ورکوي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پخوانۍ ډيپو یې د سړک جوړولو پر مهال کشف کړې ده.
د خالد ځدراڼ په خبره، په دغه ډېپو کې ۱۴۵ فیره د بم یک مرمۍ، ۶۸ فیره د هوان مرمۍ، ۲۵ فیره د راکټ مرمۍ، ۲۴ بکسې د فیکا او دهشکې مرمۍ، ۳۰۰۰ خفیفه مرمۍ، درې کړۍ فشاري ماینونه، څلور فیره د اګا ایس مرمۍ ترلاسه شوې دي.