کاروان او د کاروان شعري سبک

کاروان او د کاروان شعري سبک

پیرمحمد کاروان د نورمحمد زوی د خوست ولایت، تڼیو ولسوالۍ د نریزې په کلي کې په(۱۳۳۸ ) هـ ش کال کې وزیږده، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د تڼیو ولسوالۍ، د نریزې کلي تر شنه چنار لاندې سرته ورسولې. له اووم نه ترلسم ټولګي پورې يې دخوست په غرغښت اوترلسم وروسته یې د خوست له میخانیکي لیسې په ۱۳۵۶هـ ش کال کې د فراغت اسناد ترلاسه کړ، کاروان دعصري زده کړې ترڅنګ په ماشومتوب کې ځینې دیني کتابونه؛ لکه خلاصه، منیه، ګلستان سعدي، پنج ګنج، رشیدالبیان او ځینې نور کتابونه لوستي دي . کاروان دې همدې مینې له امله چې دی په ماشومتوب کې د دیني زده کړې، په خوند پوه شوی و، د نورو لوړو زده کړو شوق یې په دې بدل شو، چې د ژوند د ټولو بوختياوو سره سره بیا هم د دعوت پوهنتون شرعیاتو پوهنځی کې ځان داخل او له همدې پوهنتون څخه په ۱۳۹۳هـ ش کال کې فارغ شو.
کاروان دپښتو، فارسي ترڅنګ په اردو او انګریزي ژبو هم تر یوې اندازې خپل مشکل حل کولای شي.
دندې:
کاروان له میخانیکي لیسې څخه تر فراغت وروسته دبغلان ولایت د پلخمري په نساجۍ فابریکه کې د فني مامور په توګه رسمي وټاکل شو، بیا د کندهار نساجۍ ته تبدیل شو، نوموړي دا دنده په ۱۳۵۸ هـ ش کال کې پریښوده او خپلې سیمې ته راغی ، د۱۳۵۹نه تر۱۳۶۹ کال پورې له ښکیلاکګرو روسانو سره په جهاد بوخت ؤ.
د۱۳۶۹هـ ش کال په وروستیو کې پېښورته ولاړ، هلته لومړی دازاد افغانستان دلیکوالو ټولنې غړی ، او بیا دخپلواکۍ مجلې دکتونکې ډلې غړی او بیا د وفا اخبار مرستیال وټاکل شه ، له ۱۳۷۳ هـ ش کال راهيسې د بي بي سي رادیو د(نوي کور نوي )ژوند رادیویي ډرامې دلیکوالو په ډله کې د لیکوالي دنده ۱۳۹۵ ه ش کال کې پرېښودله.
کاروان د ۱۳۹۶ هجري شمسي کال په پیل کې د اېکول اکسېس نړیوالې ادارې سره کار پیل کړ،دی د یو کلی زر غږونه ډرامه لیکي دی، چې د آزادۍ راډیو یې خپروي وا ددې ترڅنګ کاروان په کابل کې له سپوږمۍ رادیو سره له۱۳۹۲ هـ ش کال را په دیخوا يوه دوه ساعته ادبي خپرونه دسپوږمۍ کړنګ هم خپروي.

سبک څه ته ويي
سبک عربي کلمه ده ،چې د سرو او سپینوزرو ویلې کول او تویولو په معنی راځي او سبیکه دزرو ټوټې ته ویل کیږي.
په اصطلاح کې د یو لیکوال د لیکنې طرزاو ډول ته سبک وایي.د عربي د سبک په مقابل کې اروپایان د style کلمه استعمالوي،که څه هم چې د style لفظ د سبک په نسبت جامعیت او ارتوالی لري؛ ځکه چې غربیانو د سټایل کلمه د ټولو کړو وړو لکه نڅا، رسم او داسې نور هنرونو لپاره استعمالوله.مګر د پارسي ادیبانو بیا ورته د فن ،طرز، شېوه، سیاق، طریقه ، اسلوب اوداسې نورې کلمې استعمالولې، مګر اوس د سبک کلمه ډېره عامه شوې ده.)۱:۱۹(
دسبک دجوړښت لاملونه :
د سبک د جوړیدو لپاره لاندې درې اړخونه ټاکل شوی دي ، چې ددې له دریو په شتون کې سبک جوړیږي .
۱ـ موضوع یاتېم ۲- پرابلم ۳ـ د لیکوال ایډیایي حسي ارزونه ده.
موضوع یا تېم : د لیکوال له خوا انتخاب شوي ټولنیز، تاریخي کرکټرونه ، د هغوی متقابل اغېزې او له طبعیت سره د هغوی اړیکي د هنري اثر تېم جوړوي.
پرابلم: د ټولنیز کرکټریت په بیا جوړونه کې د لیکوال د ټولنیز ژوند هغه مهمې ځانګړتیاوې بېلوي ، تقویه کوي، او وده ورکوي ،چې په اساسي توګه لږ او ډېر د هغوی د ژوند په انفرادي کړو وړو،اړیکو ،افکارو ‎، اندېښنو څېرو او وضې څرګندیږي. دلیکوال لپاره د انځور شویو کرکټرونو دا تر ټولو مهمې ځانګړتیاوې او اړخونه چې په ادبي اثرکې بېل شوي او تقویه شوي دي، دا د هنري اثر پرابلم جوړوي.
د لیکوال ایډیا : د کرکټرونو په دغو تر ټولو مهمو اړخونو کې د لیکوال لپاره ټاکلې ایډیایي حسي ارزونه خوندي ده ، چې د بیا جوړونې په پروسه کې د ادبي اثر انځوریزې بڼې په جزیاتو کې بیان مومي ، د ټولنیزو کرکټرو ته لیکوال ایډیایي یا حسي اړیکي د ادبي اثر ایډیا جوړوي.(۲:۱۰۰)
لکه څرنګه چې په پورته ډول ذکر شول ، که د یولیکوال په ادبي اثر کې دا درې یانې موضوع یاتېم، ایډیایي حسي ارزونه او پرابلم موجود وي نو ددې لیکوال په اثر کې مونږ یو ځانګړی سبک پيدا کولای شو، او دا د یو هنري ادبي اثر د منځپانکې درې واړه اړخونه اوهم د هنري مېتود دسبک ځانګړنې دي.

دسبک توکي:
لکه څنګه د سبک دجوړښت لاملونهدرې دي نو همداسې د سبک توکي هم په درې ډوله ښودل شوي دي.
۱ـ د اثر سوژه ۲ـ د اثر جوړښت یا کمپوزېشن۳ـ داثر بیاني جوړښت .(۲: ۱۰۱)
کله چې مو دا وپېژندل چې سبک څه ته وایي؟
نو سړي سره دا پوښتنې پیدا کیږي ، چې مونږ څنګه کولالی شو،چې د یو لیکوال سبک معلوم کړو.
د سبک معلومول کوم اسان کار نه دی، کله چې ته یې سبک معلوموې نو د هغه لیکوال ټول اثار به مطالعه کوې او وروسته به بیا د هغې نه دده سبک اوطریقه پیدا کوې ، چې نوموړي لیکوال او شاعر کوم موضوعات په شعر او نثر کې کارولي دي، ایا په خپل خوښه راوړي او که د کوم بل چا نه یې را کاپي کړي دي.
کله مو چې دا وپېژندل ، نو ته هاله بیا کولای شې ، چې سبک مالوم کړې، خوددې سره سره بیا هم ته به په شعر او نثر ښه لاس بری وې او د شعر او نثر جوړښت به درته معلوم وي.
اوس راځو چې د پیرمحمد کاروان سبک معلوم کړو،چې دی کوم ډول کلمو ته د هنر جامه وراغوندي او کوم توري شاعرانه کوي .
کاروان په پښتو ادب کې نه یوازې شاعري کړيدې بلکې نثر یې هم لیکلی او په دې برخه کې هم کامیاب روان دی ، نو چې داسې ده راځئ ، دلته به یې په شعري سبک باندې خبرېوکړم او دنثربرخه به یې د نثر مینه والوته پرېږدم.
د کاروان شعري سبک
ګیله مه کړه که نازک غزل یې نه زده
ستا کاروان خو د شډلو غرو پښتون دی
( ۳ :۲۷۲)
کله چې شاعر په داسې یو چاپېریال کې ژوند کوي ، چې شاوخوا یې شنه ځنګلونه ، داوجبو روانې ویالې ، دنګ چنارونه او چاپېریال د ګلونو په خوشبو معطروي ، نو په شاعر سړي خو به خود تاثرکوي او پخپل کلام کې به خامخا هغه څه راوړي چې هلته یې ماشومتوب تېر کړی وي او په دې لوی ځنګل کې د پلار سره دشاتو موچیو په ښکار پسې ونه په ونه ګرځیدلی وي، نو شعرونه به یې خود لکه د شاتو خواږه وي. هو کاروان په داسې ځای کې ژوند کړی، او له همدې منظرې نه یې عکاسي کړې او هغه څه یې د خپل شعر مینوالو ته وړاندې کړې ، چې ده لیدلي ، ده د هغې ونې فریاد هم اوریدلی چې کوم ظالم په تبر غوڅه کړې او په ځنګل کې لکه د چا دنګه ځواني څانګې وانګې پراته وه، او د هغې هوسۍ فریاد یې هم لا تراوسه په زړه کې دی ، چې ټول بچیان یې لېوه خوړلي او د هغې زرکې اواز یې لا همغسې په غوږونو کې انګېزې کوي ، چې خپل بچیان یې د بم خوراک شول.
کاروان چې کله شاعري کوي نو دا صحنه ورته په مخکې لکه ژوندی تصویر تېریږي اودی له دې نه توري را قرض کوي ،او د خپل شعر غمي ترې جوړوي.
کاروان د ښاپېرۍ ورغوي کتاب په یوه ازاد شعر کې چې عنوان یې ( د هوسۍ د شیدو بوی )دی، د هغې هوسۍ کیسه کوي ،چې بچیان یې لېوه خوړلي دي، هغه هوسۍ اوس لېونۍ شوې ده ، د لېونۍ په شان په غرورغو کې ګرځي هغه ځای ته ورځي چې د بمونو کنډولي پکې تش شوي او په باروتو کې ګڼ واښه را زرغون شوي ، هوسۍ یې په مینه مینه خوري تر هغې چې تیونه یې د شیدو ډک کیږي ، خو څوک یې نشته چې شیدې ورکړي . کاروان وایي:
ناڅاپي یې لېوني غوږونه څک شول
سره په وینو خوله لېوه یې لرې ولید
یو سور سوی یې په زړه کې تېروبېر شو
نېزه باز یې له خپل قهر ځینې جوړ کړ
د جنګي اسپې په شان پر لېوه راغله
««««
د هوسۍ په ښکر پییلی
د ځنګله د لېوه زړه دی
له دې زړه نه د هوسۍ د شیدو بوی ځي
له شیدو ځینې دلمر د شعلو بوی ځي
(۴ :۶۱)
دا نو د یو شاعر دسبک ځانګړنې وي ،چې کوم څه وویني او په شعر یې بدل کړي ، کاروان چې څه لیدلي د شعر جامه یې وراغوستې خو په بېل رنګ، راځئ چې لاندې یو بیت وګورو :
ستا باڼه مې د زړه جېب کې وهي ګوتې
لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي
(۶ :۱۳۷)
په پورته بیت کې به دومره زیات څه نه وي، باڼه مشبه ، شوخ ماشومان مشبه به ، خو تر شا یې یو بل تصویر راته ښکاري ، هو! باڼه هر چا په شعر کې راوړي ، خو دوی یې له خنجراو غشو سره تشبیه کوي . خو کاروان ورته په بل نظر ګوري ، دی له جنګ نه ستړی دی ، د جنګي شیانو نه یې کرکه ده.
تاسو به لیدلي وي، چې کله یو څوک کورته راشي نو ماشومان یې په جېبونو کې لاسونه واهي ، کله یو شی او کله بل شي ته لاس اچوي ، ده دا صحنه لیدلې او په شعر یې اړولې ده، چې دا د شاعر هنر دی ، چې نوي شیان پيدا کوي او د خپل هنر په قوت بڼو ته لاسونه ورکوي، داسې ډېر څه شته چې دده په شاعري کې لیدل کیږي.
د کاروان د شعر ځانګړنې به هغه چاته مالومې وي چې دده شاعري یې لوستې وي، دده په شاعرۍ کې یوبله لویه ځانګړنه هغه دده، د شعر موسیقي ده ،چې دده شعر ته یې لا ښکلا ورکړې ده، دی په خپل شعر کې د کلمې تګراري راوړي چې ده هم دده د سبک یو خاص هنر دی.
که وکتل شي ،د کاروان شعري سبک یوه ځانګړنه داده ،چې ده پخپلو شعرونو کې د ځنګل ، دچنار، ګودر سره په سیمبولیک ډول خبرې کړیدي ، دی چې کله ځنګل ته لیک لیکي او د چنار سره خبرې کوي همدا وجه ده ،چې دی ورسره پاتې دی ،او دهغې شنه چنار لاندې یې الف، ب ،ت تورې زده کړي يو وخت به دوی ددې چنار لاندې ویاله کې په خاورو خړ مخونه وینځل او نجونو به د رڼو اوبو نه منګي ډکول ، خو بیا یو وخت راځي، چې چنار زخم زخم ټوټې ټوټې د جنګ په اروو باندې غوڅیږي او د هغه ویالې اوبه په سرې وینو بدلیږلي ، دا حالت ده په سترګې لیدلی دی او له دې نه یې انځور ا خیستی او د شعر په سیمبولیکه ژبه ورسره غږیدلی، راځي چې نور د چنار خبرې واورو.
چنار خبرې کو‎ي
زه د بر کلي د ګودر د غاړې
یو شین چناروم ، چنار
هر مازیګر به راته سلو نجونو
په سرومنګولو سلامونه کول
سحر وختي به مستانه پېغلوټو
زما پر ټېټو او خورو څانګو اوبه شیندلې
زه به په ناز لکه خوب وړی زلمی
څه غلی، غلی غوندې وبوږنېدم
د شینکي خوب نه به د پېغلو په خندا ویښېدم
له ساړه باد سره به اېخوا دېخوا
لکه دټال زنګېدم
او د ګودر اوبو به
راته چمبه وهله
لکه ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا
په شنه ګيډي ، ګیډي کمیس کې ګډېدم ،ګډېدم
کله نا کله مې په غلي ماښام
له سپینو خولو نه د تودو مچکو خرب اورېده
لکه غوږونه به مې
د څانګو څانګو په لاسونو کې نیولې پاڼې
ما به د دوو مئینو
د بڼو ګانو هر یو رپ اورېده
بیا به مې باد ته ښورول لاسونه
غلی شه ، خدای ته ګوره شورمه کوه!
خدایزده چې ولې به دباد غمازګر
راسره رخه کېده
د دوو مئینو ننداره یې په ما نه لورېده
لکه چې ماست ښامار زنګیږي د چندڼ پرڅانګو
داسې په خرپ به یې کړې ماتې رانه غبرګې څانګې
پاس به له ځالې نه جوړه بلبلې والوتلې
لاندې به هم غلي شوه
د تودو شونډو د مچکو خرپا
زما په زړه کې به وې څړیکې تر سهاره پورې
سهار به لمر راوخوت
نجونو به بیا په سلامونو باندې ونمانځلم
لمر به چې څو نېزې له غره راجګ شو
دګودر غاړې نه به وکوچیده
د مستو نجونو د منګیو کاروان
مهار د وړانګو یې په لاس کې ؤ، د لمر دڅاروان
لمر به د وړانګو په تودو لاسونو غوټه کړلې
زما غرګې څانګې له رګونو سره
خرپ د مچکو اوسندرې د جوړۍ بلبلو
لکه ماشوم به له خندا نه شین شوم وبه مې وې:
اخ خدایه بیا د چا ښکالو راغله؟
بیا به مې رګ رګ کې خورې شوې څړیکې
هغه دی بیا مئين زلمی راغی
چې دا زما دماتو څانګو لاندې څه لټوي؟
هغه دي ټولې یې کړې
ټوټې د ماتو بنګړو
او ملغلرې د شکېدلي امېل
هغه دي غوټه یې کړې
دسره دسمال په پیڅکه
ښایي چې دا دسمال هم
چاورته جوړ وي په وریښمینو ګوتو
ما به له زړه سره پټ پټ وخندل:
خدای ما ته هم مئین زړګی راکړې
چې د مئینو په راز ښه پوهېږم
زلمی به غلی غلی
لکه ښکاري نه ترهېدلې غرڅه ماته راغی
اخ څه ښایسته وزلمی
اخ څه ظالم و زلمی
چې په تېره چاکویې
زما په تاند او په غوښن ټټر کې
د خپل معشوق دنامه
شپږنه اووه توري ژور ولیکل
زما ټټر کې یې چاکو وښویید
ښایي زما د ناز ښېره وواهه
ګوته یې هم شوې برسېرنه ژوبله
چې په توده وینو یې
دخپل معشوق د نامه توري سره شول
په وینو سره توري یې
په مینه مینه ښکل کړل
زما په رګ رګ کې
د خواږه درد څړیکې خورې ورې شوې
خورې ورې څانګې مې
لکه د اور لمبې شوې
سېل د مارغانو رانه والوتو
ښایي په دې پټو لمبو باندې یې پښې وریتې شوې
هغې مئین زلمي زما دوجود
دوې ماتې غبرګې څانګې کورته یووړې
بیا به مې ان له شفقي ماښامه
ترسپېده داغ پورې نغمې اوریدې
له سریندې له نري تاره، تاره
د مست رباب له مستانه شاتاره
څه په خندا به مې په غېږ ورېده
د شنه اسمان د سپینو ستورو له رڼو سترګو نه
د پلوشو سترګو له داره ،داره
زما تر زړه به یې کړه نېغه تېره
د وړانګو سپينه لاره
پاس د ښایست پرښتو
راته نیولې وه رڼا هېنداره
شینکی اسمان به مې سکه د ځان تصویر ګڼلو
او رڼه ستوري مې د خپلو څانګو
سپینې مرغۍ بللې
داسې زما د ژوندون
پېغلې شېبې تېرېدې
لکه د پېغلو تکې سپینې لېچې
دشنو بخملو له لستوڼو راوتې تېرېدې
داسې یو څو شپې وې د قدر شپې وې
چې ويښ به ناست وم تر سهاره پورې
چې ټوله شپه به مې څارلې د مئينو لارې
زما به پاڼه پاڼه غوږ، غوږ وه
دهغې مستې سریندې نغمو ته
چې په لیندۍ کې یې یو څو تاره دزلفو هم وو
له کاره ویستی ومه شرنګ د رباب
چې په سینه یې د درخو دلاس ځونډي زنګېدل
پرون چې بیا لکه د ناوې زلمی
دنجونو منځ کې ناست وم
ناڅاپه کړیکې شوې ، دوای مورې نارې خورې شوې
په ځان خبر هم نه وم څانګې مې ارې ارې شوې
بنګړي زرې، زرې شول
منګي کودي ،کودي شول
څڼې لمبه ،لمبه شوې
شالونه بادیووړل
پاس مې اسمان ته کتل
زما پرخوا وپه غړمبا راروان
لکه یو ستوری له مداره وتی
لکه یو غشی له پرهاره وتی
د اور ابلیس د ملایکو له کتاره وتی
پرجوماتونو پرحجرو پرېوت
پر سر دمستو چنارونو پرېوت
««»»»»
زه د ګودر په غاړه نه یم ولاړ
ما سل زلمي سل جنکۍ په غېږ کې ټینګ نیولي
زه د کنډو پر سر په لویه هدیره کې خښ یم
زما په هر تابوت کې
یو ګودر وینې خښې
یو ګودر اوښکې خښې
زما د هر تابوت په هره تخته
د عاشقانو معشوقو نومونه
دګور چینجو خوړلي
زما له څانګوجوړه شوې سرینده دې ماته
په تش ګوګل کې یې د غم توره پيشو ده ناسته
خوله یې په وینو سره ده
د ژوند له ښکلو ماشومانو یې خوبونه وړي
د کښت د پېغلو پر سینو نشته د ږدنو ځونډي
زمونږ د کلي د بامونو د سر
روږدې کوترې وږې
زما د څانګې له رباب نه د شکیدلي ځونډي
وچې مرۍ تېروي.
«««×»»‎‎‎»
زه د برکلي د ګودر د غاړې
یو شین چنار وم،چنار
زه د ګودر په طبع ښه پوهېږم
ګودر شاعر غواړي ،چنار غواړي
ګودر دسلومنګو
رنګین کتار غواړي

ګودر دغرونو، د ځنګلونو د پېغلوټو چینو
کاروان مهار غواړي
(۳: ۱۳۵¬ـ۱۴۵)
د کابل پوهنتون دپښتو ژبې استاد اجمل ښکلي په خپل کتاب سبکپوهنه کې د کاروان شعري سبک په باره کې وایي:«د کاروان په شاعرۍ کې ددوو څیزونو سره زیات مخېږو، یو د افغانستان کم او زیات دېرش کلن ناورین او بل د نوموړي کلیوالي تشبېهات ، استعارې، سمبولونه او انځورونه ». (۱:۹۵)
که وکتل شي د کاروان په شعري فورمونو کې غزل ، ازاد شعرونه زیات لیدل کیږي ، شاید دا به داسې نه وي ،چې دی یې په نورو فورمونوکې شاعري نه شي کولالی ، زما له نظره دده به د همدې سره جوړه وي. د پښتو ژبې لیکوال او کره کتونکی لطیف بهاند د نغمو په باغ کې چې د کاروان په شاغرۍ باندې لیکل شویدی، لیکي:« په پښتو ژبه کې نوی شعر د شلمو کلونو په اوږدو کې د بهرنیو شعرونو د آزادې ژباړې نه راپیل شوی دی. دغه شعرونه «دآزاد شعر»‎« منثورشعر» او يا هم «دسپین شعر»په نامه یاد شوي دي.سره له هغه چې نه شم کولاي دا په زغرده ووایم چې چا به زموږ په هېواد کې تر ټولو زیات او په ځانګړي توګه په دې ژانر کې طبعه ازمایلي وي خو بیا هم محمد موسی شفیق،عبدالرحمن پژواک(کلمه داره روپۍ)استاد پوهاند بهاوالدین مجروح،(ځانځاني ښامار)پوهاند دوکتور زیار،سلیمان لایق،سعدالدین شپون او تر هغه وروسته عبدالباری جهاني،محمد اسحق ننګیال او نورو ډېرو شاعرانو په رښتیا ښې ښې انځورونې کړې دي.
په پښتو ادب کې آزاد شعر دومره لارې او ځانګړي سبکونه نه لري چې د هغو له مخې موږ وټاکلی شو او ووایو چې د کاروان شعر په نوي شعر کې چا پسې تللی دی.
پیرمحمد کاروان نه دیوې ځانګړې لارې بلکې د خپل خاطر،خپلې طبعې او دخپلو خوږو خیالونو په خوښه خورا ښکلې ټوټې لیکلي دي».
دهغه د چنار خبرې کوي ،په جونګ کې چې ټول ۱۹۷ټوټې شعرونه خپاره شوي دي،دالاندې ۳۵ ټوټې آزاد شعرونه دي:
شاعرې ارواح ته!توري او لفظونه، دآسمان ناوې !شینکی طوطي،معشوقه،د درد سکې،ملنګ،امتي،شینکی باغ،د شاعر دخوب مړی،یادونه،زما مین تخیل،زموږ وطن،وریښمین لاسونه،خوب،شاعرانه ارواوې،درې سوالیې؟؟؟چنار خبرې کوي، لیلا، د شپې ماشوم شمه زه،دبورې هوسۍ اوښکې،دخدای دغزل اوریدونکی،پیغمبرې اوښکې،زکات،ست،لوی خدای ته فریاد،دسپین جانان شین لیک،راوي،یو ګرځنده ګل ته!په هنداره کې تصویر،د عزراییل کچکول،یوپاکیزه خوب،اخبار لوستونکې ته!نرخ،دغه راز دښاپیرۍ ورغوی،په شعري ټولګه کې د ۷۶راغلو شعري ټوټو نه ۱۶ هغه آزاد شعرونه دي :اودښاپیرۍ ورغوي کې،لکه زیړه زرغونه،لږراتم شه لارویه!یو شاعر وژنمه یو قتل کوم،د هوسۍ دشیدو بوی،په ټپو یې ژبې واکړﺉ،ته به راځې،ته مې په خوب لیدلې،لیونیه سندرماره،ما بیګا خوب لیدلی ،غم،خوب،دعا،امتزاج،ګل او بنیادم،سوال، د کاروان هرشعر دهغه د ژوند لیک یوه برخه ده.(۵:۱۴)
که د کاران شاعري مطالعه کړو نو په ځانګړي ډول به دده په شاعرۍ کې کلیوالي اصطلاحات په ښکاره ډول راته ښکاره شي خو دا کلمات یې هم په خپل ځای ډېر ښه استعمال کړي دي ، دی وایي:
غزل یې وانه ورې چې عقل به دې وتمبوي
دې لېوني کاروان دې لپې لپې بنګ خوړلي )۴:۱۵۲(
ځم له مجنون سره مسلات کومه
نه د سقراط نه د بقراط منمه
)۴:۱۸۲ (
لارویه تاته یاد شي؟
چې ګنۍ دې پر اوږه وه
ها اوږه دې په دې وخت کې
له ګنۍ نه هم خوږه وه
)۴:۴۱(
که وکتل شي دې ته ورته زیاتې کلمې به ده په شاعرۍ کې پيدا کړو ،چې ده استعمال کړیدي، په لومړي بیت کې د مسلات کلمه چې د مشورې لپاره او د ګنۍ کلمه چې مونږ ورته په خپله لهجه کې ګنۍ خو اصلي شکل یې ګنی دی.
د کاروان په شاعرۍ کې د تورو او کلمو تکرار دده شعر ته نوې موسیقي وربښلې ده ، شاید ځنې دا نیوکه وکړي چې کلمې یې بې ځایه تکرار کړې دي ، اسد الله غضنفر وایي:« تاسې کلمې داسې مصرف کړئ، لکه د جېب روپۍ » خو زه وایم چې ده دا کلمې ډېرې ښې او پر ځای استعمال کړیدي. اجمل ښکلی هم ورته نظر لري دده تکراري کلمې یې په ځای بللې او دی مثال په لاندې ډول راوړي.
ټپ شي ټپ شي ټکی ټکی پرخه پر ګلپاڼو
کله کله قلقله راشي د زاڼو
باد هم یاغي اس دی خرپ یې وایستو د کاڼو
کله په دره کې ششنی وکاندي د بیاڼو
دی وایي: « کاروان د پېښو د آوازونو نومونو په کارونه کې ډېر سیالان نلري ، نور پښتانه شاعران دې برخې ته ډېر پام نه کوي . دکاروان د بېلابېلو پېښو آوازونه هم د نوروکلمو او ترکیبونو غوندې ډېر طبیعي او کلیوالي دي،لکه د پرخې ټپ ټپ ، د زاڼو قلقله او نور.
دی په یوه مسره کې داسې کلمو ته ترجیح ورکوي چې ځینې غږونه یې سره یو راز یا د غږ د ډول له مخې نژدې وي،چې دې کار د کاروان د شاعرۍ موسیقي ډېره پیاوړې کړیده». )۱:۹۸(
د کاروان په شعر کې د کلمو تکرار ډېر خوند پیدا کوي دا هم دده دسبک یوه ځانګړنه ده ، چې ده په زیات ډول کلمې په تکرار ډول راوړې چې حسن تکرار دی ، ددې کلمو په اړه لطیف بهاند وایي : «کاروان په خپل شعر کې د تورو،کلمو او ترکىبونو له نڅا او تکرار نه ،د خپلو زياترو غزلو،قصيدو او ان د ازادو شعرونو،موسيقي او له هغه لارې وزن جوړوي.
درياب کې د سندرو به څپې څپې څپې شي
ټپې ټپې ټپې په يکه زار زما دکلي)۱:۱۸۷(
تاته به دعا دعا دعا ښکاري
پټې په دعا کې ستغې سپورې دي
)۱:۹۹(
دغه تکرار او له تکرار سره سره په ماهرت د تورو رنگينول،هغه ښکلاوې دي چې د کاروان د شعر سندريزې ځانگړتياوې پرې ولاړې دې.دغه سندريزه ځانګړتيا دده او دځينو نورو شاعرانو ترمنځ د جلاواليخو ښکلاييزه کرښه راباسي.دلته د ش د توري او وروسته بيا د چ تکرار ولولئ:
شپه شوه،شنو لمبو اغوستى،د شيشو نازک لباس دی
شيخه پام کوه رانه وړې،بيا ډبرې ميکدې ته
)۲ :۱۵۲(
د شيخانو پاچاهى ده چې چوپ چوپ يم
گني زه هم د ادم د رباب تار يم
)۱ :۲۶۸(
غچ غچ په کې،چوپ چوپ دى،د کوچنيو چوڼ چوڼکو
را ځي چې غچ يې واخلو چا وژلي چنارونه
همداسې تر پايه:
غم دې غل دى،پسې غلى غلى راغى
پروت په زړه کې مې،غمى ستا د پيزوان دى
)۲ :۱۴۶(
چې شومه دم شي، شپه پخه شي او ويده شي خلک
کاروان دې اوري،کنه دا يې دسندرو وخت دى
)۲ :۱۵۰(

هغه لشې لشې باڼه د اشنا نه شته نه شته
د مرگي ژرندې ومرې،ډېر دې غنمرنگ خوړلي

)۲ :۱۵۹(
ناست يم په خلوت کې يو ملنګ د زمانې يم
غلی غلی غلی له غوغا سره غږېږم
(۲:۱۵۸(
نه پوهېږم چې کاروان په خپله وينا کې دتورو تکرار لاسي کوي او که د الهام په بڼه په ده کې راخوټېږي،خو هر څنګه چې ده ،هغه دا څو چارې تر سره کوی:
-دده شعر لاپسې سندريز کوي.
-دده شعر لاپسې ښکلی کوي.
-دده موخې ته د ټينګار بڼه ورکوي او لاپسې پخه بريښي. (۵: ۲۴)

غچ،غچ په کې چوپ،چوپ دی د کوچنيو چوڼ چوڼکو
راځۍ چې غچ يې واخلو.چا وژلي چنارونه
داسې زیاتې کلمې نوره هم دده په شاعرۍ کې مونږ موندلی شوو، چې دده د شعر موسیقي یې جوړه کړیده. د کلمو د تکرار نه ورها خوا داسې نور زیات شیان شته چې دده سبک ورنه معلومېدلی شي ، خو په دې شرط چې څوک ورباندې کاروکړي ، زه نور په دې هکله څه نه وایم او تاسو او دده دشعرمینوالو ته دا قضاوت پرېږدم.
په درنښت:
محمد کبیر ماښام

About سردار زیارمل

سردار زیارمل
سردار زیارمل د شور نیوز ویبسایټ بنسټګر او مسؤل مدیر دی، ددې تر څنګ د محبت مجلې مسؤل مدیر پاتې شوی او هم یې د افغانستان په بېلا بېلو انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیو سره دنده ترسره کړې.

دا هم وګورئ

په خپل وطن کې، مهاجره زنذګي کومه

غزل د غم ماتم هم، په جابره خاموشي کومه په خپل وطن کې، مهاجره زنذګي …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *