د هرې زده کړې خپل ادرس او سرچينه مالومه وي هغه که د يو کار نظري زده کړه وي او که عملي نو د علمي زده کړو لپاره مونږ کتابونه لؤلو او هر هغه څه چې مونږ يې زده کوو د علم په ډګر کې لومړی کتاب ته مخ ګرځوو.
کتابونه ولې لولو؟ کتابونو لوستل نهايت زيات فوايد لري خو ما يې د بېلګې په ډول يو څو کرښې په لاندې ډول ذکر کړي.
۱: ددې لپاره چې زمونږ د پوهې کچه لوړه شي .
۲: د ښه او بد تر منځ په تفکیک باندې پوهېدل.
۳: له نویو اختراعاتو او مالوماتو خبريدلی شو.
۴: د کتابونو په لوستلو سره مو فکر پراخه او ذهن ارامه کېږي.
۵: ددې پرځای چې سفرونه وکړو او نړۍ پيژنو.
۶: هيلې مو ورسره ژوندۍ کېږي او حوصله مو زياتېږي.
۷: هغه ستونزې چې په ذهني ډول ورسره لاس او ګريوان يو، حل یې موندلی شو.
۸: پخوانۍ خاطرې را په زړه کوي او خوښي رابښي.
۹: نيمګړتياوې راپه ګوته کوي او کاميابۍ ته مو هڅوي.
۱۰: ديو ښه ملګري په حېث درسره وفا کوي او خندوي مو.
لیکنه: فضل شینواری