کراچۍ کې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹۴ افغانان نیولي
د جیو نیوز راپور پر بنسټ، د کراچۍ پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹۴ افغانان نیولي
او د نورو په نیولو پسې پلټنې روانې دي.
د سند ایالت والي کامران ټیسوري ویلي، په سند کې یو شمېر افغانان په قاچاقو کې لاس لري او دوی پلان لري، چې د نیولو لړۍ یې لا ګړندۍ کړي
بلخوا، اسلام اباد کې افغان سفارت ویلي، په نیول شویو کې داسې خلک هم شته چې قانوني اسناد لري خو دوی نیولي.
افغان سفارت له پاکستان حکومت څخه غوښتي چې د افغانانو له ځورولو دې لاس واخلي