Related Articles
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون نن د یو رسنیز کنفرانس پر مهال ویلي، چې هېواد یې د اټومي وسلو پر مټ له امریکا سره د اوږدې مبارزې قدرت لري او هڅه کوي دغه قدت لا پیاوړی کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا هڅه کوي دویمه سړه جګړه رامنځته کړي، تر څو نړیوال امنیت له منځه یوسي.
کېم جونګ اون له هغو هېوادونو څخه د ملاتړ کولو غوښتنه کړې، چې د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو د امپریالیستي نظامونو پر وړاندې درېدلي او مبارزه کوي.
د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا پارلمان د دغه هېواد اټومي پروګرام د اساسي قانون برخه ګرځولې، چې له مخې به یې دغه پروګرام لا پیاوړی شي