یوګندا کې یو شتمن کس په یوه ورځ له ۷ جونو سره واده کړی، چې دوه پکې خویندې هم دي.
۴۳ کلن حاجی حبیب سکونین لومړی واده هم لري چې اووه کاله وړاندې یې کړی.
هغه اوسنیو ټولو مېرمنو ته یو ـ یو قیمتي موټر اخېستی او سخرګنیو ته یې هم قیمتي ډالۍ ورکړي.
هغه رسنیو ته ویلي، لویه کورنۍ یې خوښيږي او غواړي چې پوره ۱۰۰ اولادونه ولري او ددې کار لپاره نورې ښځې هم کوي.