یوې زړې ایرانۍ ښځې د پیسو تر لاسه کولو لپاره خپل نهه خاوندان وژلي

یوې زړې ایرانۍ ښځې د پیسو تر لاسه کولو لپاره خپل نهه خاوندان وژلي
‏ایرنا خبري اژانس:
ایراني پولیسو د کلثوم په نوم یوه داسې ۵۶ کلنه ښځه نیولې چې د پیسو لپاره به يې له عمرخوړلو سره ودونه کول او بیا به یې وژل.
هغې د ۹ خاوندانو پر وژلو اعتراف کړی او په وینا یې، ټولو ته یې په خوراک څښاک کې زهر ورکړي.
وروستي ۸۲ کلن خاوند یې خپل زوی ته ویلي وو چې د مور ارادې یې ورته ښې نه دي، که څه پرې وشول، باید له موره یې پلټنه وشي.
د ایرنا خبري اژانس راپور له مخې، نوموړې په کم عمرۍ کې واده کړی و او لومړی خاوند یې له واده څو کاله وروسته د ناروغۍ له کبله وفات شوی و، چې یوه لور ترې لري خو د ۱۳ نورو خاوندانو نکاح خطونه هم ورسره دي چې یوازې د نهو پر وژلو یې اعتراف کړی.
***

About شور نیوز

Avatar

دا هم وګورئ

د ځوانانو چارو معین: د. ځوانانو فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه به ډېر ژر د یو فرمان په ترڅ کې اعلان شي

د ځوانانو د فکري اصلاح او اقتصادي پیاوړتیا طرحه تأييد او نږدې وخت کې به …

   

.دلته راسره یو ځای شئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *