:جالبه اختراع
د لیالي خطیب په نوم یوې فلسطینۍ مېرمن داسې اپلیکيشن جوړ کړی چې د ماشوم د ژړا وجه معلوموي
هغې رويټرز ته ویلي، کله چې په اپلکېشن کې ژړا ثبت شي د مصنوعي ذهانت په درلودلو ورته په لیکلي بڼه څرګندیږي چې ماشوم یې ولې ژاړي؟ وږی دی؟ خوب ورځي؟ ناروغ دی او که کومه بله وجه
نوموړې زیاته کړې، له ۲۰۱۹ میلادي کال څخه په دې هڅه کې وه چې له میندو سره د ماشومانو په روزنه او درملنه کې مرسته وکړي چې ایله اوس وتوانېده
د “Motherhood Guide” په نوم دغه اپلېکیشن تر یونیم کلنۍ ماشومانو لپاره کار ورکوي
***