جالب خبر:
د ربیع په نوم یو عراقي وګړی خپل زړه په سینه کې نه، په لاسي بکس کې ګرځوي
هغه شرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي، نهه کلن وم چې د زړه ناروغۍ له وجې راته ډاکټرانو بل مصنوعي زړه پیوند کړی او لاسي بکس کې یې ګرځوم”
هغه زیاتوي، ”ځینې خلک فکر کوي چې ګویا زه احساسات نه لرم خو داسې نه ده، خپل ژوند کوم او خوند ترې اخلم”
***